[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د افغانستان بانک ویلي چې انفرادي حساب لرونکي کولی شي له دې وروسته په اونۍ کې ۶۰۰ امریکايي ډالر چې (۵۰ زره افغانۍ) کېږي له خپلو بانکي حسابونو وباسي.
د افغانستان بانک د وري په ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بانکونو مشتریان همدارنګه کولی شي په میاشت کې یو ځل ۲۰۰۰ امریکايي ډالر چې (۲۰۰ زره افغانۍ)کېږي له خپلو حسابونو تر لاسه کړي.
له دې مخکې د افغانستان بانکونو کې د انفرادي حسابونو لرونکو اجازه نه لرله چې په اونۍ کې له ۴۰۰ او په میاشت کې له ۱۲۰۰ امریکايي ډالرو ډېرې پیسې له خپلو حسابونو وباسي.
د افغانستان بانک په دې نوې اعلامیه کې ویلي: «د پېرېدونکو امانتونو د ورکړې په بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د هېوادوالو مالي ستونزو ته د رسېدنې او د بانکې نظام چارو د لاښه سمون په موخه تر سره شوې ده.»
دغه بانک همدارنګه ویلي، د شرکتي حسابونو لپاره ۵۰ سلنه ټاکل شوې چې په میاشت کې حد اکثر له ۴۰۰۰ امریکايي ډالرو څخه ډېرې نه شي ایستلی، له دې مخکې حد اکثر ۲۵۰۰ امریکايي ډالر وو.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې دغه راز ویلي، هغه کسان چې په خپلو حسابونو کې د ۱۴۰۰ کال د عقرب میاشتې له ۱۲مې نېټې وروسته خپلې پیسې په بانکونو کې جمعه کړي او یایې له دې وروسته جمعه کوي، هر وخت کولای شي خپلې ټولې پیسې وباسي او یا یې هم بل حساب ته انتقال کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د نوي حکومت په حاکمیت سره، په وروستیو میاشتو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت په بېساري ډول لوړ شوی و او اوس مهال د کابل په بازارونو کې یو امریکایي ډالر په څه باندې ۸۶ افغانۍ پلورل کېږي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP