کابل (پژواک، ۱۴ وري ۱۴۰۲): د ریاستالوزرا د مرستیال په مشرۍ ناسته کې دفاع وزارت ته سپارښتنه شوې چې «بېسرنوشته مجاهدين» پر دندو وګوماري او له «اترا» غوښتل شوي چې محرومو سیمو ته مخابراتي خدمات برابر کړي.
د حکومت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د رياستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو، د ملي دفاع او کور او ښار جوړولو وزارتونو او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) باصلاحيته او مسلکي استازو شتون درلود.
سرچينې لیکلي چې په غونډه کې د تېر کال پر تشکيل، مالي پلان، کړنو، لاسته راوړنو، امتيازي اېنټياې (NTA) معاشونو او د يادو ادارو پر بالمقطع سهمیې هر اړخيز بحث وشو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن