ګردېز (پژواک، ١٦ ورى ١۴٠٢): په پکتیا کې د ۷۳ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې او روغتیا ساتنې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده پروژه د پکتیا ولايت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست تر څارنې لاندې، د امریکا نړۍوالې پراختیايي ادارې/ USAID په مالي لګښت، پر مرکز ګردېز سربېره په اتو ولسوالیو کې د يوه کال په موده کې پلې شوه.
د پکتيا د کليو بیارغونې او پراختيا رييس مولوي ميرزاجان صادق پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې پروژې له لارې د زرمت، سیدکرم، احمدخېل او څمکنیو ولسواليو په روغتیایي مرکزونو کې د اوبو رسولو سیستم په بشپړ ډول ورغول شوی او ترڅنګ یې ۱۲ نوي تشنابونه جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، په يادو روغتيايي مرکزونو کې د سولري برېښنا په واسطه د اوبو ګرمولو سيستم فعال شوی او د څښاک پاکو اوبو لپاره ۴ ژورې څاهګانې کېندل شوې دي.
د نوموړي په خبره، د یادې پروژې له لارې د مرکز ګردېز په ګډون اتو ولسوالیو کې ۱۳۰ څاهګانې ترمیم، مستحقو خلکو ته ۸۰ تشنابونه او حمامونه جوړ او پر ٣٠٠٠ کورنیو د روغتیا ساتنې کېټونه او ابدانونه هم وېشل شوي دي.
د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس د دې پروژو د بشپړېدو په مراسمو کې وویل، له دې وروسته به په ځایي سیمو او یادو روغتیایي مرکزونو کې د څښاک پاکو اوبو او روغتیا ساتنې برخو کې د خلکو ستونزې حل شي او په ژوند کې به یې اسانتیاوې راشي.
ځایي خلک د يادې پروژې تطبیق ته خوښ دي او وایي، په دې سره به یې ګڼې ستونزې هوارې شي او په دې برخه کې د ورته نورو پروژو پلې کېدو غوښتنه کوي.
د يادونې ده، له دې وړاندې هم د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر بنسټونو له لوري د روغتيا ساتنې په نوم ګڼ شمېر پروژې پلې شوې دي.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن