ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د چشت ولسوالۍ د مرمر ډبرو تولید د مناسب بازار نشتوالي له امله کم شوی

د هرات د چشت ولسوالۍ د مرمر ډبرو تولید د مناسب بازار نشتوالي له امله کم شوی

author avatar
5 Apr 2023 - 14:38
د هرات د چشت ولسوالۍ د مرمر ډبرو تولید د مناسب بازار نشتوالي له امله کم شوی
author avatar
5 Apr 2023 - 14:38

هرات ښار (پژواک، ١٦ وری ۱۴۰۲): په هرات کې د مرمر ډبرو تولیدي شرکتونو ځیني مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د مرمر ډبرو د پلور بازار د تېرو کلونو په پرتله کمرنګه شوی، له همدې امله په استخراج کې یې هم کموالی راغلی دی.

د «مروارید افغان ډبرو شرکت» مسوول او د چشت‌‎شریف ولسوالۍ د مرمر ډبرو د استخراج قراردادي عاصم رحیمي له پژواک سره په خبرو کې وویل، د ورځې له دوه تر درې زره ټنه مرمر ډبره د هرات د چشت ولسوالۍ له کانه استخراجوي چې دغه اندازه د نورو کلونو په پرتله کموالی ښیي.

هغه زیاته کړه، مخکې به یوازې د دوی شرکت د میاشتې تر پنځه زره ټنه مرمر ډبره له دغه کان څخه استخراجوله او اوسمهال تر ۱۵ سلنې استخراج شوې مرمر ډبره بهر ته صادرېږي او پاتې نوره په هېواد کې دننه مصرفېږي.

د افغان مروارید ډبرو شرکت مسوول د دغه شرکت له لوري د مرمر ډبرې د استخراج کموالي ستر لامل د چشت ولسوالۍ د لارې خرابوالی بولي او وايي، د همدې ستونزې له امله ډبره په لوړه بیه ورته تمامېږي.

هغه زیاته کړه: «لاره اوږده ده، شپږ ساعته موټر مزل کوي څو مرمر ډبره ښارته ولېږدول شي، که سړک قیر شي، لاره لنډېږي او موټرچلوونکي ډبره په ارزانه بیه لېږدوي.»

په ورته مهال، د نګین اسیا د ډبرو استخراج شرکت مرستیال انجنیر نجیب‌الله محبي وايي، د مرمر ډبرو کانونه داسې کسانو ته سپارل شوي چې نه شي کولای په سم ډول یې مدیریت او ډبره ترې استخراج کړي.

هغه زیاتوي، که کانونه په سم ډول وکېندل شي او دوی ته ډبرې ورسېږي، نو کولای شي چې د مرمر ډبرو د تولیداتو کچه لوړه کړي.

محبي زیاتوي چې د هرات د چشت ډبره ښه کیفیت لري خو د بازار نشتوالي له امله یې خرڅلاو کم شوی دی.

په ورته وخت کې، د هرات د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې اوسمهال د دغه ولایت مرمر ډبره د لوړ کیفیت لرلو له امله متحده عربي اماراتو، ایران، ترکمنستان او پاکستان ته صادرېږي.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي بشیرمحمد سیرت د یادو خبرو پر تایید سربېره د دغه ولایت د مرمر ډبرې صادراتو کچې ته له اشارې پرته پژواک ته وویل، د مرمر ډبرې قاچاق په ټوله کې منع دی او هیچاته په خپلسرې توګه اجازه نه ورکول کېږي.

بل پلو، د هرات ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د کادسټر امر انجنیر نصیراحمد ناصر وایي، هر کال د چشت د مرمر ډبرو له نهو کانونو څخه له ۵۵ تر ۶۰ زره ټُنه ډبره استخراجېږي چې څه باندې درې میلیون او ۱۵۰ زره امریکایي ډالر عواید ترې راټولېږي.

نوموړي زیاته کړه چې ۷۰ سلنه استخراج شوي مرمر ډبره په هېواد کې مصرفېږي او پاتې نور بهر ته صادرېږي.

سره له دې چې پخوا د هرات – چشت په لاره کې ناامنۍ د مرمر ډبرو د استخراجوونکو پر وړاندې یوه اساسي ستونزه وه، خو اوسمهال د مناسب بازار نشتوالی ورته یوه جدي ستونزه بلل کېږي.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.