پلخمری (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): د بغلان حکومتي مسوولین وایي، هغه درې خبریالان چې پرون د یوې موضوع په تړاو د وضاحت لپاره ورغوښتل شوي وو، نن بېرته خپلو دندو ته ستانه شول.
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي د وري په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل: «په بغلان کې د وضاحت لپاره یوې حکومتي ادارې ته د راغوښتل شوو خبریالانو موضوع حل شوه او هغوی ټول بېرته خپلو دندو ته ستانه شول.»
نوموړی وایي، بغلان کې د رسنیو د فعالیت پر وړاندې هیڅ ډول خنډ نشته، بلکې اسانتیاوې ورته رامنځته شوې دي.
هغه زیاته کړه: «په بغلان ولایت کې رسنیو ته د محلي ادارې له لوري اسانتیاوې رامنځته شوې چې له امله یې په دغه ولایت کې یوې نوې رسنۍ هم پر فعالیت پیل کړی خو د ځینو موضوعاتو د وضاحت لپاره حکومتي ادارې حق لري خپل کارکوونکي ور وغواړي.»
د ده په وینا، د یادو خبریالانو راغوښتل هم دغسې یوه موضوع وه چې هیڅوک ترې مستثنی نه دي.
هغه زیاتوي، حکومت له رسنیو او خبریالانو سره همکارۍ ته ژمن دی او یاد خبریالان یې د وضاحت لپاره ورغوښتي وو، نه د دې لپاره چې بندیان یې کړي.
بغلان کې د تنویر خصوصي ټلویزیون مسوول حارث سیار د خپل همکار ازادېدو په تایید سره وایي، غلامعلي وحدت او ورسره دوه نور ملګري یې چې تېره ورځ نیول شوي وو، نن بېرته خوشي شول.
دغه راز، د ملي ټلوېزیون امر مولوي یاسر هم د خپلو دوو کارکوونکو خوشي کېدل تایید کړل او پژواک ته یې وویل: «دوه کارکوونکي مو چې پرون د کومې موضوع په تړاو وضاحت ته غوښتل شوي وو، هغه موضوع حل شوه او نن شاوخوا یوه بجه بېرته خوشي شول.»
دا په داسې حال کې ده چې نن د خبریالانو ملاتړو بنسټونو د اعلامیو په خپرولو سره په بغلان کې د امنیتي ځواکونو له لوري د خبریالانو نیول کېدو خبر ورکړی و او د ژر خوشي کېدو غوښتنه یې کړه وه.
Views: 83
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن