مزارشریف (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): د بلخ په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت له ۱۰۰۰ اړو کورنیو سره د لمریزې برېښنا د سیسټم مرسته وشوه.
د دغو مرستو د وېش په مراسمو کې د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ريیس اسدالله وفا وويل، یادې کورنۍ مخکې سروې شوې او نن ورسره د لمریزې برېښنا د سیستم مرسته وشوه.
هغه وایي: «د مرستو دغه کڅوړې چې د لمریزې برېښنا ټول سیسټم په کې شامل دی، په ټولیزه توګه د پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت دي چې د هرې کڅوړې ارزښت یې پنځوس زره افغانیو ته رسېږي.»
هغه ډاډ ورکړ چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې له ملي او نړۍوالو بنسټونو سره ناستې ترسره کړې دي.
په همدې حال په بلخ کې د آغاخان دفتر مسوول هجرتالله یوسفزی وایي، د لمریزې برېښنا دغه مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مالي ملاتړ د اغا خان دفتر له لوري شوې ده.
د هغه په وینا، له یادو کورنیو څخه یې ۵۶۲ د بلخ په مرکز مزارشریف ښار او ۴۳۸ نورې یې په ولسوالیو کې دي.
په ورته وخت کې، موسى چې دغه مرسته يې ترلاسه کړې پژواک ته وويل چې له دې مرستې سره به یې د برېښنا ستونزه تر یوه بریده هواره شي.
هغه له نورو بنسټونو هم غوښتنه وکړه چې له بېوزلو او بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وکړي.
Views: 91
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن