کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۲): د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس، دوه نوي والیان، دوه امنیه قوماندانان، دوه مرستیال وزیران او دوه رییسان ټاکل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه ټاکنې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس شوې دي.
هغه لیکلي، د کندوز مخکنی امنیه قوماندان قاري بختیار د میدانوردګو د والي په توګه او د میدانوردګو مخکنی والي حافظ محمدامین جان عمري د غزني د والي په توګه ټاکل شوي دي.
هغه زیاته کړې، حاجي ملا عبدالظاهر مدثر د بلخ امنیه قوماندان په توګه او د بلخ مخکنی امنیه قوماندان ملا مطیعالله د کندوز د امنیه قوماندان په توګه ګومارل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د بدني روزني او سپورټ عمومي ریاست مالي او اداري رییس مولوي عبدالودود حقاني د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د سرپرست په توګه، د چارو اداري لوی ریاست مخکنی مالي او اداري معاون مولوي عبدالسلام د چاپېریال ساتني ادارې د مالي او اداري معاون په توګه، مولوي زرمحمد د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د مسلکي معین په توګه او د غزني مخکنی والي مولوي محمداسحاق اخندزاده د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP