ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مالیې وزارت تېر کال څه باندې ۱۹۳.۹میلیارد افغانۍ عواید ټول کړي دي

مالیې وزارت تېر کال څه باندې ۱۹۳.۹میلیارد افغانۍ عواید ټول کړي دي

author avatar
9 Apr 2023 - 15:59
مالیې وزارت تېر کال څه باندې ۱۹۳.۹میلیارد افغانۍ عواید ټول کړي دي
author avatar
9 Apr 2023 - 15:59

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): د مالیې وزارت مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې د څه باندې ۱۹۳.۹ میلیارد افغانیو عوایدو راټولولو ترڅنګ یې، ۵۸۸ زره محمولې واردات، ۱۸۹ زره محمولې صادرات او ۵۳ زره محمولې ټرانزیټ ترسره شوي دي.

نن د وري په ۲۰مه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د مالیې وزارت مسوولینو په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د خپلو کړنو او لاسته‌راوړنو اړوند معلومات ورکړل.

د غونډې په پرانیستې وینا کې د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي مشر مفتي عبدالمتین سعید د راټول شوو عوایدو په اړه وویل، په تېر لمریز کال کې د هېواد له ګمرکونو څخه ۱۱۱،۵ میلیارده افغانۍ، د عوایدو له عمومي ریاست څخه ۸۲،۴ میلیارده افغانۍ، له وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه ۴۲،۱ میلیارده افغانۍ، د مالیه ورکوونکو د خدمتونو له ریاست څخه ۲۱،۸ میلیارده افغانۍ، د کوچنیو مالیه ورکوونکو له ریاست څخه ۲،۷ میلیارده افغانۍ او د څېړنو ریاست څخه ۱،۷ میلیارده افغانۍ -چې په ټوله کې څه باندې ۱۹۳،۹ میلیارده افغانۍ کېږي- عواید ترلاسه شوي دي او دغه رقم د ۱۴۰۰ لمریز کال په پرتله ۳۷ سلنه ډېروالی ښیي.

هغه د وارداتو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې په تېر لمریز کال د ۵۹۹،۲۲ میلیارده افغانیو په ټولیز ارزښت ۵۸۸ زره او ۳۰۸ محمولې واردات شوي چې ۱۵ میلیارده ۹۵۸ میلیون او ۴۷۵ ټنه سوداګریز توکي په کې شامل دي.

هغه توکي چې هېواد ته وارد شوي ډېرې برخه یې نفتي او خوراکي توکي دي چې له ایران، پاکستان، چین او داسې نورو هېوادونه څخه وارد شوي دي.

نوموړي د صادراتو په اړه وویل، په تېر لمریز کال کې د ۱۷۰،۴۳ افغانیو په ټولیز ارزښت ۱۸۹،۸۸ محمولې صادرات شوي چې ۵ میلیارده ۲۳۶ میلیون او ۵۹۵ ټنه سوداګریز توکي په کې شامل دي.

د هغه په وینا، هغه توکي چې له هېواده بهر ته صادر شوي، ۶۳ سلنه یې د ډبرو سکاره دي چې پاکستان ته صادر شوي دي او پاتې نور ترکیې، هندوستان، ازبکستان او چین هېوادونو ته تر ډېره بریده وچه مېوه صادره شوې ده.

په غونډه کې سرچینې د ټرانزیټ په اړه هم لږ معلومات ورکړل او ویې ویل، په تېر لمریز کال کې ۵۳ زره او ۶۷۹ محمولې چې ټولیز وزن یې یو میلیون ۷۰۸ زره او ۴۱۶ ټنه کېږي ټرانزیټ ترسره شوی، خو دا چې له کومو هېوادونو څخه کومو هېوادونو ته د افغانستان له لارې ټرانزیټ شوی په اړه یې معلومات شریک نه کړ.

په غونډه کې د مالیې وزارت د خزاینو مشر نصرت‌الله محمود وویل، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د دغه وزارت عادي او پراختیایي بودجه، ۲۳۹ میلیارده افغانۍ وه چې ۸۱ سلنه یې لګول شوې او دغه وزارت د بې‌ځایه لګښتونو مخنیوي او له فساد سره د مبارزې پایله کې د ۴۳ میلیارده افغانۍ د بودجې کسر مخنیوی کړی دی.

هغه وایي، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال بودجه هم ترتیب شوې او د اسلامي امارت مشرتابه دفتر ته یې د توشیح لپاره استولې ده، خو دا چې اندازه یې څومره ده معلومات شریک نه کړل.

په غونډه کې د مالیې وزارت د عوایدو عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په تېر لمریز کال کې د ۴۴.۲۴ میلیارده افغانیو په ټولیز ارزښت، ۳ میلیارده او ۱۶۲ میلیون او ۶۳۲ ټنه د ډبرو سکرو ۹۴ زره او ۸۲۳ محمولې صادر شوې چې له درکه یې ۱۴،۶۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

هغه وایي،  له ۱۶ ساعتونو څخه ۲۴ ساعتونو ته د کاري وختونو زیاتول، د ټرانزیټي تضمین د طی مراحل پروسې ساده کول، د ۱۹۸ اقلامو سوداګریزو توکو د تعرفې فیصدۍ د زیاتولو او کمولو په اړه د اړینو پرېکړو ترسره کول، د ملي کوډونو رامنځته کول او د ټولو مالیاتي جرایمو معافیت د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره د دغه وزارت له مهمو اجرااتو څخه دي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت د رهبرۍ په لارښوونه د ۳۲۶ اقلامو لومړنیو توکو لکه غنم، اوړو، غوړیو، وریجو، بورې او داسې نور په قېمت او ګمرکي محصول کې له ۵۰ نه تر ۷۰ سلنې تخفیف په پام کې نیول شوی، څو له دې لارې په بازارونو کې د لومړنیو توکو نرخونه کنټرول شي، خلک یادو توکو ته لاسرسی پیدا کړي او دغه راز سوداګرو ته هم اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

د مالیې وزارت مسوولینو د معلوماتو له مخې، په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۱۵۰ پراختیایي پروژې شاملې دي خو په اړه یې د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړ.

Views: 139

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.