ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د افغان خبریالانو لیک: د بیان ازادي او زموږ حالت ته جدي پام وکړئ

د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د افغان خبریالانو لیک: د بیان ازادي او زموږ حالت ته جدي پام وکړئ

author avatar
10 Apr 2023 - 21:28
د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د افغان خبریالانو لیک: د بیان ازادي او زموږ حالت ته جدي پام وکړئ
author avatar
10 Apr 2023 - 21:28

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): سلګونو افغان خبریالانو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټریش ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د بیان ازادي او د افغان خبریالانو حالت ته جدي پام وکړي.

دغه لیک چې شاوخوا ۶۰۰ افغان خبریالانو لاسلیک کړی، د افغان خبریالانو ملاتړ سازمان له خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي ته استول شوی دی.

د یاد سازمان له خوا د وري په ۲۱مه پژواک اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لیک د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ته رسماً وسپارل شو.

په لیک کې په جزئیاتو، له سقوط وروسته د افغانستان دننه، سیمه او نړۍ کې د افغان خبریالانو د ستونزو او مبهم برخلیک په اړه څرګندونې شوې دي.

له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نړۍوال سازمان او له ټولو هغو نړۍوالو سازمانونو جدي غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د بیان ازادي او افغان خبریالانو حالت ته جدي پام وکړي.

په لیک کې هغه لارې چارې روښانه شوې چې پر بنسټ یې په اوسنیو شرایطو کې بې برخلیکه خبریالانو ته بېړنۍ بشري مرسته وشي او نړۍوال د افغانانو د بیان ازادۍ له حقه ملاتړ وکړي.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان چې اصلي مرکز یې په جرمني کې دی، وایي، چې د «اسلامي جمهوریت» له سقوط وروسته یې دا سازمان تاسیس کړی او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې غړي‌ او همکاران لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په دغه پرانیستي لیک کې ګیله شوې ده چې نړۍوالې ټولنې، په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو په افغانستان کې د رسنیو ساتنې، حفاظت او ملاتړ لپاره اقدام نه دی کړی.

په لیک کې زیاته شوې: «افغانستان د رسنۍوالو پر دوزخ او بشپړه تیاره او توره سیمه بدل شوی؛ موږ لا تر اوسه د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو هيڅ داسې اقدام نه دی لیدلی چې د دغو ټولو بشري ضد جرمونو لپاره دې طالبان تر فشار لاندې راغلي وي.»

د دغه پرانیستي‌ لیک په پای کې له انتوني ګوترېش څخه ځینې مشخصې غوښتنې شوې چې «په افغانستان کې د بیان ازادي د رسنیو خپلواکي، اطلاعاتو ته د لاسرسي د حقونو تر پښو لاندې کېدل باید په نړۍواله بڼه د یوې بشري فاجعې په توګه پر رسمیت وپېژندل شي »

دغه راز په لیک کې غوښتنه شوې چې په افغانستان کې دننه د بند پاتې ژورنالېستانو، په ګاونډیو هېوادونو او ځينو نورو درېیمو هېوادونو کې دې د خبریالانو بد حالت ته پام واړول شي چې وژغورل شي.

دغه سازمان دغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي چې په بهر کې د مېشتو افغان خبریالانو د ظرفیت لوړونې او‌ په خپل مسلک کې د کار موندنې لپاره له هغوی سره مرسته وکړي او د افغانستان لپاره دې د اطلاعاتو سونې په برخه کې هم پر یوې بدیلې لارې غور وکړي.

د «افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان» اندېښنه ښودلې ده که ملګري ملتونه په دغه هېواد کې د رسنیو او بشري حقونو خوندیتوب لپاره لاس په کار نه شي، ممکن خپل «اعتبار» وبایلي.

په دغه لیک کې یاد سازمان ادعا کړې چې له سقوط وروسته په افغانستان کې ۳۸۷ رسنۍ تړل شوې یا د تړل کېدو په درشل کې دي. له هېواده ډېر زیات خبریالان تبعید شوي، په بېلابېلو هېوادونو کې په بدو شرایطو کې – لکه ګرځنده مړي – بې برخلیکه ګرځي، په دوی کې یې تقریباً نیمايي مېرمنې او نجونې دي.

یاد سازمان دغه راز ادعا کړې چې د اوسني حکومت پر مهال په افغانستان کې تر دې دمه «۱۱۵ خبریالان نیول شوي، ځورول شوي، ګواښل شوي او شکنجه شوي دي؛ په تېر کال کې پنځه خبریالان وژل شوي او یو تعداد ورک دي.

سرچینې زیاته کړې، د لیک په اړه به سازمان له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له بنسټونو او ټولو هغو همکارو سازمانونو سره چې په دې برخه کې مسوول دي، خپلو خبرو اترو او اړیکو ته دوام ورکوي چې په دې برخه کې عملي هڅې او پرمختګونو ته ورسېدلای شي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د بیان ازادۍ ته ژمن دي خو چې د اسلام او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي.

[/restrict]

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.