ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خیاطۍ کارخونو مسوولین: له افغاني جامو استفاده ډېره شوې ده

د خیاطۍ کارخونو مسوولین: له افغاني جامو استفاده ډېره شوې ده

author avatar
11 Apr 2023 - 16:46
د خیاطۍ کارخونو مسوولین: له افغاني جامو استفاده ډېره شوې ده
author avatar
11 Apr 2023 - 16:46

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): په کابل ښار کې د ځینو ښځینه افغاني‌ جامو تولیدي کارخونو مسوولین وایي، له دغو لباسونو استفاده ډېره شوې او دا چاره د هېوادوالو د اقتصادي ودې لامل هم ګرځي.

د «لورا برایټ» په نوم د افغاني لباسونو یوې کارخونې مسوولې نګینې حفیظي له پژواک سره په خبرو کې وویل، څلور کاله کېږي چې له خپل کاری ټيم سره په دغه برخه کې فعالیت لري.

هغې زیاته کړه، د کارخونې له جوړولو یې موخه د افغاني لباسونو دودول او چمتو کول وو چې ډېری برخه یې لاسي ګڼدل، خامک ګنډل، چرمه ګنډل دي او په ټوله کې افغاني لاسي صنایع دي.

هغه زیاتوي چې د کوچني اختر په رارسېدو سره د افغاني لباسونو فرمایشات هم ډېر شوي او مېرمنې ورته ډېر فرمایشونه ورکوي.

نوموړې زیاته کړه: «په وروستیو کلونو او د هغه لومړني کال په پرتله چې موږ دغه کار پیل کړی، له افغاني لباسونو سره د مېرمنو لېوالتیا ډېره شوې ده او موږ د دې شاهدان یو.»

د هغې په خبره، په هېواد کې دننه او بهر ښځې ورته د افغاني لباسونو ګنډلو فرمایش ورکوي.

د نوموړې په باور، افغاني لباس د هېواد د کلتور او عنعنې یوه برخه ده او د هېوادوالو هویت څرګندوي.

نګینې وویل، له افغاني لباسونو سره د ښځو لېوالتیا ورځ تر بلې زیاتېږي او دغه فرهنګ وده کوي.

د یادې کارخونې مسووله له ښځو غواړي چې د افغانستان تولید جامو څخه استفاده وکړي، څو له دې لارې د هېواد اقتصاد وده وکړي او ښځو ته لا ډېره د کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې، د راه دانش خیاطۍ کارخونې مسووله حسنا رووفي وایي، د کوچني اختر په را رسېدو سره یې د کار حجم  ډېر شوی او د افغاني لباسونو د تولید لپاره یې ډېر فرمایشونه ترلاسه کړي دي.

هغه په دې باور ده چې د افغاني جامو د تولید کارخونې باید دغه ډول جامې په عالي کیفیت تولید کړي څو په دننه او بهر کې هېوادوال ترې ګټه واخلي.

هغې زیاته کړه: «تل شکایت کېږي چې کار سم مخې ته نه ځي، خو زموږ د کارخونې برعکس ده او زموږ کار ښه مخې ته تللی دی.»

رووفي ښځو ته په خطاب کې وایي چې د لویدیځو او بهرنیو جامو په پرتله له افغاني لباسونو او تولیداتو څخه ډېره ګټه واخلي او دغه کلتور دود کړي.

د ساحل امیري کارخونې مسووله ماري امیري وايي چې په یاده برخه کې یې ۱۰ کاله فعالیت کړی دی.

هغه هم د اختر له رارسېدو خوښه ده او زیاتوي چې د افغاني لباسونو د ګنډلو وړاندیزونه ډېر شوي دي.

امیري وایي: «د تېر په پرتله ښځو افغاني لباسونو ته ډېره مخه کړې ده؛ ځکه افغاني لباسونه زموږ د کلتور او رواجونو یوه برخه ده او باید وده وکړي.»

د هغې په وینا، شرایطو پر ښځو هم اغېز کړی چې اوس له افغاني لباسونو ډېره ګټه اخلي.

د افغاني جامو یوې ډیزاینرې نجمه فرهمند پژواک ته وویل، د کار ډېر حجم یې د افغاني جامو ډیزاین کول دي او موخه یې د افغاني عنعناتو او کلتور رواجول دي.

هغې څرګنده کړه چې اوس ډېری نجونې او هلکان افغاني جامو ته چې بازار ته وړاندې کېږي، لېوالتیا لري.

سوریا یوسفي یوه له هغو نجونو ده چې له افغاني جامو ډېره استفاده کوي، هغه وایي، ډېر کوښښ کوي چې په بېلابېلو مراسمو کې له افغاني جامو ګټه واخلي.

د هغې په وینا، جامي د یوه هېواد د هویت برخه ده او له کلتوري ارزښتونو سره مستقیمه اړیکه لري.

هغه په دې اند ده چې افغاني جامي په یوه ځانګړي ظرافت تولیدېږي او هغه رنګونه چې په یادو جامو کې کارول کېږي، جامو ته یوه ځانګړې طراحي ورکوي.

بل پلو، د اسلامي امارت مسوولینو تل ټینګار کړی چې د افغاني تولیداتو لپاره د هېواد دننه او بهر د بازارموندنې په هڅه کې دي.

Views: 92

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.