[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۲): چین د افغانستان په تړاو په خپل تازه لیدلوري کې ویلي چې سرپرست حکومت باید د ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون، د ټولو ترهګرو ډلو د رېښو وچولو لپاره کارنده ګامونه واخلي.
چین دغه څرګندونې د افغانستان په اړه په خپل تازه لیدلوري يا پالیسۍ کې کړې چې د وري په ۲۳مه، په ۱۱ مادو کې اعلان او د بهرنیو چارو وزارت ویبپاڼه کې خپور کړی دی.
بېجېنګ ویلي، دوی په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې لپاره د هر پلان او اقدام ملاتړ کوي او په دې تړاو هر ډول هڅو کې فعاله برخه اخلي.
یاد هېواد همداراز هیله ښودلې چې د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو، ماشومانو او قومونو په ګډون د ټولو خواوو حقونو ته درناوی ولري، د افغانانو ګټې خوندي او هغه تمې پر ځای کړي چې نړۍواله ټولنه یې ترې لري.
بېجېنګ د «سړک او کمربند نوښت» په نامه سیمهییزې اقتصادي همکارۍ او اتصال کې د افغانستان د ونډې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا همکاري به افغانستان «په وچه کې له ایسار هېواده» د «وچې پر نښلوونکي هېواد» بدل کړي.
چین زیاته کړې، له افغانستان سره به د بیارغونې، اقتصادي ودې، سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، د بېوزلۍ ختمولو په ګډون بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.
دغه هېواد له افغانستان سره همداراز د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې هم د ټینګ ملاتړ ژمنه کړې ده.
په یاد لیدلوري کې چین په مشخصه توګه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یادونه کړې او ویلي چې دا ډله د چین، افغانستان او ټولې سیمې امنیت ته ګواښ ده.
بېجېنګ وايي، دوی هیلهمن دي چې افغانستان به د یاد غورځنګ په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو د رېښو وچولو لپاره کارنده ګامونه واخلي او په دې توګه په دغه هېواد (افغانستان) کې د دوی او نورو هېوادونو د وګړو، بنسټونو او پروژو امنیت خوندي کړي.
دا په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي پرون ماښام له یو شمېر سفیرانو سره د روژهماتي په پروګرام کې ویلي چې د افغانستان له خاورې ګاونډيو هېوادونو ته ګواښ متوجه نه دی.
تر دې مخکې نوموړي په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته یا ځپل شوې دي.
چین دا ټینګار هم کړی چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې باید دوهاړخېزې او څواړخیزې همکارۍ پیاوړې شي.
په دې اړه ویل شوي چې افغانستان د ترهګرۍ له اړخه له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دی، نو اړتیا ده چې نړۍواله ټولنه له دغه هېواد سره د اړینو وسایلو او تخنیکي همکارۍ ترڅنګ په دې کې مرسته وکړي چې دغه هېواد بیا د ترهګرو پر ځالې وانه وړي.
بېجېنګ ویلي، په افغانستان کې د ترهګرۍ، بېلتونپالنې او سختدریځۍ جرړې سیمې او نړۍ ته ستر ګواښ دی، نو نړسواله ټولنه باید له دغه هېواد سره په دې برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
چین په دې لړ کې مشخصا پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان په تړاو پر خپلو ژمنو او مسوولیتونو عمل وکړي.
دغه هېواد ویلي، په نړۍواله ټولنه کې دا لیدلوری عام دی چې متحدو ایالتونو د افغانستان د شتمنۍ په کنګلولو او پر دغه هېواد د یواړخیزو بندیزونو په لګولو سره تر ټولو ستر بهرنی عامل دی چې د بشردوستانه وضعیت د ښه کېدو مخه یې نیولې ده.
بېجېنګ وايي، امریکا باید سملاسي پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لغوه او کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړي او له دغه هېواد سره بشردوستانه برخو کې پر کړو ژمنو عمل وکړي.
[/restrict]
Views: 229
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن