Pajhwok Afghan News

زابل کې د حرفوي زده‌کړو له درې میاشتني پروګرامه ۱۰۰ کسان فارغ شول

کلات (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): د زابل په مرکز کلات کې په بېلابېلو حرفوي برخو کې له درې میاشتنۍ زده‌کړو وروسته سل کسان فارغ شول.

زابل کې د بشري حقونو مرستندویې موسسې (SHAO) مشر خلیل‌احمد هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، د حرفوي زده‌کړو یاد پروګرام درې میاشتې مخکې پيل شوی و.

هغه زیاته کړه: «په دغه پروګرام کې ۵۰ ځوانانو ته د سمرسېبل، لمریزو هیندارو، اوتو او مولید ترمیمولو او ۵۰  ښځو ته د خیاطۍ په برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.»

هغه زیاته کړه، له دې زده‌کړو ټولو فارغینو ته د هغوی د مسلک اړوند ټول سامان ورکول شو څو په وسیله یې خپل کارونه مخې ته یوسي.

د زابل د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي خادم وویل: «موږ د مرکز کلات د همدې حرفوي زده‌کړو ترڅنګ په سیوري، شینکۍ او اټغر ولسوالۍ کې هم د حرفوي زده‌کړو ورته کورسونه لرو چې پر مهال یې د سیمې لسګونه ځوانان ورته راجذب شوي دي.»

دغه راز فارغ شوي کسان وايي، د خپلي خوښي اړوند کسب او کار یې زده کړی او له دې وروسته به په ټولنه کې کار کوي او له دې لارې به د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هواروي.

یو بل فارغ شوی اسدالله وايي: «د دې حرفوي کورس زده‌کړو راته په ژوند کې مثبت بدلون راوستلی او په مرسته به یې واتوانېږم چې د ځان لپاره یو کاروبار پیدا کړم.»

Views: 249

Exit mobile version