کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۲): نن د اتریش په پلازمېنې ویانا ښار کې د شاوخوا دېرش افغان سیاسي څېرو په ګډون جوړېدونکې غونډه کې «د یوه ډیموکراتیک دولت په اډانه کې د سولې او تفاهم» په اړه خبرې کېږي.
بيبيسي لیکلي، په دغو کسانو کې د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت مخالفې سیاسي څېرې، د تېر نظام ځیني چارواکي او د پارلمان مخکني غړي او یو شمېر ډیپلوماتان شامل دي.
د راپور له مخې، یاد کسان د اتریش په ویانا ښار کې د غویي له څلورمې تر شپږمې راغونډېږي او د غونډې په ګډونوالو کې د ملي مقاومت په نامه جبهې مشر احمد مسعود هم شامل دی. دغې جبهې هم پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې یو پلاوی یې په دغه غونډه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته رسېدلی دی.
په اتریش کې د یادې غونډې سمبالوونکي انسټېټیوټ مشر ولفګانګ پټریچ ویلي، د دې غونډې موخه د «افغانستان د خلکو هغه غوښتنې دي« چې په وینا یې، د «یوه ډیموکراتیک دولت په اډانه کې د سولې او تفاهم» بحث رامنځته شي.
هغه ویلي: «په افغانستان کې له هراړخیز اساسي قانون پرته هېڅ داسې سوله نه شي راتللی چې د ټولو قومي او مذهبي ډلو ګټه پکې خوندي نه وي او د نړۍوالو تر څارنې لاندې عادلانه ټاکنې پکې شوې نه وي.»
د راپورونو له مخې، تېر کال هم په ویانا کې د دېرشو سیاسي څېرو په ګډون دا ډول یوه غونډه جوړه شوې وه.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په ویانا کې د نننۍ غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد تېر کال د ورته غونډې په اړه ویلي و چې افغانان د غونډې ګډونوال پېژني او دا هغه کسان دي چې یو ځل یې ازموینه ورکړې ده.
د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې حکومت یې ټولګډونه دی، خو د لا ټولګډونوالي لپاره یې هڅې کوي.
Views: 611
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن