ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن ویانا کې د سرپرست حکومت د مخالفو څېرو په ګډون غونډه جوړېږي

نن ویانا کې د سرپرست حکومت د مخالفو څېرو په ګډون غونډه جوړېږي

author avatar
24 Apr 2023 - 11:04
نن ویانا کې د سرپرست حکومت د مخالفو څېرو په ګډون غونډه جوړېږي
author avatar
24 Apr 2023 - 11:04

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۲): نن د اتریش په پلازمېنې ویانا ښار کې د شاوخوا دېرش افغان سیاسي څېرو په ګډون جوړېدونکې غونډه کې «د یوه ډیموکراتیک دولت په اډانه کې د سولې او تفاهم» په اړه خبرې کېږي.

بي‌بي‌سي لیکلي، په دغو کسانو کې د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت مخالفې سیاسي‌ ‌څېرې، د تېر نظام ځیني چارواکي او د پارلمان مخکني غړي او یو شمېر ډیپلوماتان شامل دي.

د راپور له مخې، یاد کسان ‎د اتریش په ویانا ښار کې د غویي له څلورمې تر شپږمې راغونډېږي او د غونډې په ګډونوالو کې د ملي مقاومت په نامه جبهې مشر احمد مسعود هم شامل دی. دغې جبهې هم پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې یو پلاوی یې په دغه غونډه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته رسېدلی دی.

په اتریش کې د یادې غونډې سمبالوونکي انسټېټیوټ مشر ولفګانګ پټریچ ویلي، د دې غونډې موخه د «افغانستان د خلکو هغه غوښتنې دي‌« چې په وینا یې، د «یوه ډیموکراتیک دولت په اډانه کې د سولې او تفاهم» بحث رامنځته شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.