میمنه (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۲): د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د واده د مراسمو پر مهال د ۱۱ ښځو په ګډون ۱۸ کسان مسموم شوي او په یوه بله پېښه کې بیا په میمنې ښار کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
د فاریاب له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر مفتي محمداسماعیل فرقاني د یادو پېښو په تایید سره پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د اندخوی ولسوالۍ په غجراباد سیمه کې په یوه واده کې ۱۱ ښځې او ۷ سړي مسموم او روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه د یادو کسانو د مسموم کېدو انګېزه نه ده معلومه او د دغې قضیې په تړاو څوک نیول شوي هم نه دي، خو ویل کېږي چې په خوړو کې مسموم کوونکي مواد اچول شوي چې په دې اړه د اړوندو ارګانونو څېړنې روانې دي.
خو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې په واده کې د انارو په جوس کې له مسموم کوونکو موادو څخه استفاده شوې وه.
په ورته وخت کې، تېره شپه په میمنې ښار کې د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا یو ملکي کس وژل شوی دی.
د فاریاب له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر وایي، وژل شوی کس حاجي محمدعلم نومېده او د میمنې ښار د تکلي خانې ګذر اوسېدونکی و چې په ډزو وژل شوی او په دې تړاو یوه ښځه نیول شوې او څېړنې روانې دي.
د میمنې روغتون د عدلي طب مسوول ډاکټر محمد سمیر عنایت وایي چې حاجي محمدعلم په سر او سینې لګېدلی چې آن جسد یې د پېژندلو نه دی.
له بلې خوا، د میمنې ښار د تکلي خانې سیمې یو قومي مشر حاجي رمضان پابند وایي چې حاجي محمدعلم اصلاً د پښتونکوټ ولسوالۍ د خس کپه سیمې اوسېدونکی و او اوسمهال په تکلي خانې سیمه کې اوسېده، درې ښځې یې لرلې او مخکې هم پرې د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا برید شوی او ټپي شوی و.
د یوه بل خبر له مخې، د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمسالدین محمدي وایي، د قیصار ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ او استخباراتي ځواکونو ۷ کسان د قماروهلو پر مهال نیولي چې ۲۶۰ زره افغانۍ او څو موبایلونه هم ترې لاسته راغلي دي.
محمدي همداراز وویل چې تېره ورځ د المار ولسوالۍ په یتیم قشلاق کلي کې یوه ۱۵ کلن ځوان د لامبو وهلو پر مهال مړ شوی دی.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن