جلالاباد، اسعدآباد (پژواک، ۶ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار او کونړ مسوولین وايي، د اختر په ورځو کې دغو ولایتونو ته د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۱۸۰ زره سیلانیان ورغلي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، د اختر په ورځو کې د دغه ولايت يو شمېر ولسواليو ته ۱۵۰ زره کسان د تفريح په موخه تللي دي.
هغه زیاته کړه، پچیراګام، بټيکوټ، کامه، سپین غر، اچین، خوږياڼي او حصارک هغه ولسوالۍ دي چې تر نورو ولسواليو د سيلانيانو ورتګ ورته ډېر و.
په یادو ولسواليو کې ځينې په تېرو شاوخوا دوو لسيزو کې ډېرې ناامنه وې، خو طبعي ښکلاګانو او د امنيت راتګ ورته د سيلانيانو پام وراړولی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر صديقالله قريشي بدلون نن (د غويي ۶مه) پژواک اژانس ته وويل، د اختر په درېيو ورځو کې د مرکز جلالاباد ښار، ولسواليو او ګاونډي ولايتونو لسګونه زره سيلانيانو يو شمېر ولسواليو ته په چکر تللي دي.
هغه زياته کړه: «په سږني اختر کې شاوخوا ۱۵۰ زره سیلانیانو د ننګرهار ولایت پچیراګام، بټيکوټ، کامې، سپین غر، اچین، خوږياڼو، حصارک او نورو ولسوالیو ته سفرونه کړي دي.»
نوموړی وايي، ولسواليو ته د ډېرو سيلانيانو د ورتګ لوی لامل د امنيت ټينګښت او د دغو سيمو طبعي ښکلاګانې دي چې کلونه ورته خلک د ناامنۍ له امله نه شو ورتللی.
عام خلک هم په ولسواليو کې د امنيت ټينګښت او په غرنيو سيمو کې یې طبعي ښکلاګانې هغه څه يادوي چې د ښار خلک ورته په تګ مجبوروي.
محمدنواز چې په اختر کې د پچيراګام ولسوالۍ تورې بوړې سيمې ته له ملګرو سره په چکر تللی و وايي، کلونه يې د دغې سيمې نوم يوازې په خبرونو کې د يو بد ځای په توګه پېژندلی، خو اوس ورته په ورتګ د دغې سيمې له ښکلاګانو ډېر خوند اخیستی دی.
پر ولسواليو سربېره، د جلالاباد ښار بېلابېلو مېلهځايونو په ځانګړې توګه د جلالاباد ښار د سراجالعمارت بڼ ته هم د اختر په شپو او ورځو کې لسګونه زره کسان د تفريح لپاره ورغلي.
بلخوا د کونړ مسوولین هم وايي، د اختر په ورځو کې دغه ولایت ته شاوخوا ۳۰ زره سیلانیان ورغلي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر مولوي منیبالله افغان پژواک خبري آژانس ته وویل: «زموږ د رسمي شمېرو له مخې، د کوچني اختر له لومړۍ ورځې راهیسې نږدې ۳۰ زره سیلانیان راغلي او د کونړ له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه کړې ده.»
هغه وویل، د اختر په شپو او ورځو کې یې سیلانیانو ته د هرکلي او هغوی ته د لارښونې په موخه ځانګړي ټیمونه هم پر دندو ګومارلي وو.
په ورته مهال، کونړ ته ورغلي سیلانیان وایي، د دغه ولایت تفریحي سیمو ته ورغلې لارې او سړک خراب دي او هلته د اوسېدو لپاره هم مناسب امکانات نشته.
بهادر خان چې له کندهار ولایت څخه د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند نواپاس سیمې ته په چکر تللی وايي، د کونړ په ډېرو غرنیزو سیمو کې سړکونه خامه دي او نور خدمات هم کم دي.
د هلمند اوسېدونکی صفتالله چې کونړ ته د سیل لپاره ورغلی وايي، دغه ولایت ډېرې ښکلې منظرې او تفریحي سیمې لري، خو د سیلانیانو لپاره مناسب خدمات نه دي برابر شوي.
د یادونې ده، په هېواد کې له اوږدې جګړې وروسته اوس هر کال د اخترونو او نوروز په ورځو کې خلک بېلابېلو سیمو ته د سیل او تفریح لپاره ځي.
Views: 184
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن