کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۲): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، «طالبان یو حقیقت دی او خبرې ورسره اړینې دي»، خو روسیه به یې تر هغه په رسمیت ونه پېژني چې په نړۍواله کچه پېژندل شوي مکلفیتونه یې نه وي پوره کړي.
د روسیې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه څرګندونې په نیویارک کې یوې غونډې ته کړې دي.
لاوروف ویلي: «طالبان یو حقیقت دی او خبرې ورسره اړینې دي.»
هغه زیاته کړې چې روسیه به تر هغې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژنې چې په نړۍواله کچه پېژندل شوو مکلفیتونو له ډلې، د ټولشموله حکومت جوړول، بشري او د نجونو او ښځو حقونه یې نه وي پوره کړي.
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ویلي چې اوسنی سرپرست حکومت ټولګډون دی او افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی کېږي.
Views: 146
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن