Language

خلیل‌زاد: د دوحې ناسته له افغانستان سره د تعامل برخه کې د لارې نقشې جوړولو ښه فرصت دی

کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۲): زلمی خلیل‌زاد د ملګرو ملتونو له وروستي پرېکړه‌لیکه د هرکلي ترڅنګ ویلي، افغان مېرمنې او نجونې د زده‌کړو او کار حق لري او د دوحې راتلونکې ناسته له افغانستان سره د تعامل په برخه کې د لارې نقشې جوړولو ښه فرصت دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې غویي میاشتې په اوومه په افغانستان کې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه غندلي او د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي: «زه د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا د دغه پرېکړه‌لیک د متفقه تصویب هرکلی کوم؛ دا د افغانستان لپاره د نړۍوالو هیلې منعکسوي، په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو او نجونو لپاره، افغان مېرمنې او نجونې د نړۍوالو او اسلامي احکامو پر بنسټ، د زده‌کړو او کار حق لري.»

د خلیلزاد په وینا، دا د نړۍوالې ټولنې لپاره اړینه ده چې له افغانستان سره د تعامل په برخه کې د یوې لارې نقشې پر جوړولو کار وکړي.

خلیلزاد زیاتوي: «د ملګرو ملتونو غونډې پرېکړه‌لیک له تصویبه وروسته، په دوحه کې د راتلونکې اوونۍ ناسته د دغه کار ترسره  کولو لپاره یو فرصت دی.»

د افغانستان سرپرست حکومت د وړم ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه واک ته ورسېد او له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې یې وځندولې. دغه راز دغه حکومت د ۱۴۰۱ لمریز کال د لېندۍ په ۲۹مه د نجونو لوړې زده‌کړې هم تر بل امر پورې وځنډولې.

دغه ‌راز د اقتصاد وزارت د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په ۳مه په افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې تر دويم امر پورې د ټولو هغو ښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي چې له هغوی سره کار کوي.

خو د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې د نجونو زده‌کړو ځنډېدل موقتي دي او  د شریعت په چوکاټ کې به حل لاره ورته وموندل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د تېرې وري میاشتې په ۱۶مه وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت ورته خبر ورکړی چې په دفترونو کې یې نور افغان ښځې کار نه شي کولی.

یوناما هغه وخت ویلي وو چې دوی له سرپرست حکومت سره په دې اړه پر خبرو بوخت دي، خو د ښځینه وو ترڅنګ یې خپلو نارینه کارکوونکو ته هم ویلي چې دفترونو ته دې نه ځي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «موږ په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د افغان مېرمنو د کار کولو محدودیت پرېکړې غندنې څخه نوټ اخیستلو ترڅنګ يو وار بيا ټینګار کوو چې د نړۍوالو قوانینو او د غړو هېوادونو له خوا له قوي ژمنې سره سم چې د افغانستان مستقل انتخابونو ته به درناوي کېږي، دا د افغانستان یوه داخلي ټولنیزه مسئله بولو چې پر بهرنیو هېوادونو هیڅ اغېزه نه لري. موږ د افغان مېرمنو حقوقو ته ژمن یو او په ډاګه کوو چې تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړل شي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.