ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قلم لار ټولنه: ویسا ته د مدافع وکیل نیولو او له کورنۍ سره د لیدلو اجازه ورکړل شي

قلم لار ټولنه: ویسا ته د مدافع وکیل نیولو او له کورنۍ سره د لیدلو اجازه ورکړل شي

author avatar
2 May 2023 - 08:06
قلم لار ټولنه: ویسا ته د مدافع وکیل نیولو او له کورنۍ سره د لیدلو اجازه ورکړل شي
author avatar
2 May 2023 - 08:06

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): د قلم لار ټولنې یو ځل بیا د دغې ټولنې د بنسټګر مطیع‌الله ویسا د خوشي کولو او د هغه د روغتیا په اړه د ډاډ ورکولو غوښتنه کړې ده.

ویسا د روان زېږدیز کال د مارچ په ۲۷مه نېټه د اسلامي امارت له خوا په کابل کې له خپل کور څخه د جاسوسۍ په تور ونیول شو او  تر اوسه یې قضیه نامعلومه ده.

ملګرو ملتونو، ګڼ شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو د هغه نیونه غندلې او د خوشي کولو غوښتنې یې کړې دي.

د قلم ټولنې د غویي په ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې یو ځل بیا د مطیع‌الله ویسا د خوشی کولو غوښتنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، د ویسا کورنۍ ته باید له هغه سره د لیدنې او له خپلې قضیې د دفاع په موخه د مدافع وکیل نیولو اجازه ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هغه تر نیونې یوه ورځ وروسته د ویسا کور -چې د کابل د پنځمې حوزې په خوشحال خان مېنه کې موقعیت لري- هم تالاشي شوی او د کمپیوټرونو او لیپ‌ټاپونو په ګډون د هغه موبایلونه هم امنیتي کسانو له ځانه سره یووړل.

د قلم لار ټولنې همداراز د ټولو هغو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کړې چې له کوم دلیل پرته نیول شوي دي.

اسلامي امارت وایي، ویسا له اجازې پرته ځیني فعالیتونه کول چې اوس تر پلټنو لاندې دی.

[/restrict]

Views: 127

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.