Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جاپان سفیر: له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو

(پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): په کابل کې د جاپان سفیر وایي، دوی به په افغانستان کې پاتې کېږي او له دغه هېواده به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د جاپان سفارت د یو لړ ټویټونو په خپرولو سره، کندهار ولایت ته د جاپان د سفیر تاکاشي اوکادا د سفر خبر ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، هغه د یاد ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې له یوه روغتیایي مرکزه لیدنه وکړه او څرګنده کړې یې ده چې جاپان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یو‌ان‎ایچ‌سي‎آر) په یوه نږدې ځای کې یو روغتیایي مرکز جوړوي.

هغه همداراز له یوه بل ځایه چې زده‌کوونکي پکې تر خیمې لاندې پر زده‌کړو بوخت وو، لیدنه کړې او ویلي یې دي چې دغه نجونې او هلکان به تر راتلونکي کال پورې د ښوونځي ودانۍ ته ولېږدول شي.

هغه ویلی: «جاپان به پاتې شي او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.»

د یادونې ده، جاپان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې تل یې له افغانستان سره مالي مرستې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.