(پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): په کابل کې د جاپان سفیر وایي، دوی به په افغانستان کې پاتې کېږي او له دغه هېواده به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د جاپان سفارت د یو لړ ټویټونو په خپرولو سره، کندهار ولایت ته د جاپان د سفیر تاکاشي اوکادا د سفر خبر ورکړی دی.
سرچینې زیاته کړې، هغه د یاد ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې له یوه روغتیایي مرکزه لیدنه وکړه او څرګنده کړې یې ده چې جاپان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یوانایچسيآر) په یوه نږدې ځای کې یو روغتیایي مرکز جوړوي.
هغه همداراز له یوه بل ځایه چې زدهکوونکي پکې تر خیمې لاندې پر زدهکړو بوخت وو، لیدنه کړې او ویلي یې دي چې دغه نجونې او هلکان به تر راتلونکي کال پورې د ښوونځي ودانۍ ته ولېږدول شي.
هغه ویلی: «جاپان به پاتې شي او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.»
د یادونې ده، جاپان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې تل یې له افغانستان سره مالي مرستې کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن