ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور ځینې اوسېدونکي: له مخابراتي خدماتو بې‌برخې یو

د غور ځینې اوسېدونکي: له مخابراتي خدماتو بې‌برخې یو

author avatar
9 May 2023 - 18:07
د غور ځینې اوسېدونکي: له مخابراتي خدماتو بې‌برخې یو
author avatar
9 May 2023 - 18:07

فېروزکوه (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د غور د ولسوالیو او لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال مخابراتي خدماتو ته له نه لاسرسي او د هغو له ټيټ کیفیته شکایت او د دغه ستونزې د هواري غوښتنه کوي چې مسوولین وايي، د یادې ستونزې د حل لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

د الله‌یار ولسوالۍ د غار کلي اوسېدونکی احمدالله چې ډېری مهال د اړیکې ټینګولو او خپلې ستونزې هوارولو لپاره لرو غونډیو ته ځي، پژواک خبري اژانس ته یې وویل: «زموږ کور کې هېڅ مخابراتي شبکه کار نه کوي، اړ یم چې لرو غونډیو ته لاړ شم، له خپلوانو او ملګرو سره اړیکه ونیسم او خپلې ستونزې حل کړم.»

هغه زیاته کړه چې دی او نور ګاونډیان یې له دې امله چې په کلي کې یې ټلیفون کار نه کوي، د  اړیکې نیولو لپاره د یوې غونډۍ سر ته چې د دوی له کلي  یو ساعت واټن لري. خیژي.

هغه له سیمه‌ییزو چارواکو او مخابراتي شبکو له مسوولینو غواړي چې د دوی په سیمه کې مخابراتي انتونه ولګوي څو ټول خلک وکولای شي په اسانۍ سره له خپلو ملګرو او دوستانو سره اړیکه ونیسي.

د غور د چهارسدې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرووف چې فېروزکوه ښار ته راغلی هم ورته شکایت لري او وايي: «موږ د چهارسدې ولسوالۍ اوسېدونکي له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې یو.»

هغه زیاته کړه چې د دوی په ولسوالۍ کې هېڅ مخابراتي شبکه فعالیت نه لري او له خپلو دوستانو سره د اړیکې ټینګولو ترڅنګ له انټرنټ څخه هم ګټه نشي اخیستلای.

هغه هم له حکومت او د مخابراتي شبکو له مسوولینو غواړي څو یادې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د فېروزکوه ښار اوسېدونکی عیدمحمد پیمان وايي، هر ځل چې د غور – کابل یا غور – هرات په لویو لارو سفر کوي، د دغه لویو لارو په ډېری سیمو کې د مخابراتي شبکو انتن کار نه کوي.

نوموړی د یادو لارو په اوږدو کې د مخابراتي شبکو فعالیت اړین ګڼي او وايي: «دولت مسوولیت لري چې خلکو او پر عمومي لارو سفر کوونکو ته د اسانتیا رامنځته کولو لپاره مخابراتي شبکې فعالې کړي څو ټول وکولای شي هره شېبه د اړیکې ټینکولو او انټرنټ ته لاسرسی ولري.»

په ورته مهال، د غور سیمه‌ییز مسوولین وايي چې دوی د مخابراتي شبکو د شرکتونو له مالکانو سره په همغږۍ هڅه کوي څو وکولای شي د دغه ولایت په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي شبکو انتنونه ولګول شي.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل: «د مخابراتي شبکو انتنونو لګولو برخه کې زموږ هڅې روانې دي، افغان‌ بیسیم شبکې په لعل او سرجنکل ولسوالۍ کې خپل یو انتن فعال کړی، دغه‌راز په دولت‌یار ولسوالۍ کې یې د لګولو لومړني کارونه پیل شوي، په همدې توګه په الفاروق، پسابند او د ښار په لرو پرتو سیمو کې د نورو سایټونو لګولو هڅې روانې دي.»

هغه زیاته کړه، هڅه کوي څو ټول خلک سمو مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی ولري او اړتیا پیدا نه شي چې د اړیکې ټینګولو لپاره پلې لار ووهې او لوړو غونډیو ته وخیژي.

د غور ولایت اوسېدونکي په داسې حال کې د دغه ولایت په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې د مخابراتې شبکو فعالیت له نشتوالي شکایت کوي چې دا مهال په فېروزکوه ښار او ځینو ولسوالیو کې یوازې پنځه مخابراتی شبکې فعالې دي.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.