[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، په خوست کې د درېیو رسنیو مسوولین او یو ځایي خبریال چې دوه ورځې مخکې بیول شوي وو، بېرته خوشي شوي، خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې دغه خبریالان یې د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره ورغوښتي وو.
د افغانستان خبریالانو مرکز د غویي په ۲۰مه په یوه خبرپاڼه کې د یاد خبریالانو خوشي کېدو خبر ورکړی او د دغه کار هرکلی یې کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، دغه څلور کسان د دوشنبې په ورځ په خوست کې د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست یو سیمهییز خبریال او د درېیو رسنیو چارواکي نیولي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، په یادو کسانو کې د «غرغښت» راډیو ټلوېزیون مسوول سخي سرورمیاخېل، د «ولس غږ» راډیو مسوول محمدالدینشاه خیالي، د «چنار» راډیو مسوول پامیر اندېش مهدي او د «نن» راډیو خبریال عبدالرحمن اشنا شامل دي.
دغه مرکز لیکلي، یاد کسان تېره ورځ مازدیګر دغه ریاست ته غوښتل شوي وو او وروسته له هغه نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، پر یادو کسانو تور دی چې د اسلامي امارت له خوا وضع شوي اصول یې نه دي عملي کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د خبریالانو نیول له قانونه سرغړونه ده او نه باید د هغوی ازادي سلب شوې وای.
په خوست کې یوې سرچینې د خبریالانو مرکز ته ویلي، بیول شوي خبریالان نن غرمه خوشي شوي، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
یادې سرچینې ویلي، د امر بالمعروف ریاست د موسیقۍ نه خپرولو هدایت کړی و، کېدای شي د هغوی نیول کېدل له همدې امله وي.
خو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني پرون پژواک خبري اژانس ته ویلي وو: «په خوست کې د رسنیو څلور مسوولین امر بالمعرف، نهي عنالمنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست دعوت کړي څو د عقیدوي او کاري اجرااتو په اړه شرعي مسایل ورته بیان کړي.»
هغه وویل، ځینو کسانو او رسنیو دغه کار ته د نیولو رنګ ورکړی چې دا حقیقت نه لري.
عثماني زیاته کړه، دغه خبریالان به وروسته له هغه چې دیني مسایل ورته بیان شي، ډېر ژر به په عزت سره خپلو کورونو ته ستانه شي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP