کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): ډاکټران له غوږۍ (هډفون) څخه دوامداره ګټه اخیستل د اورېدلو سیستم لپاره خطرناک بولي او وایي، دا چاره په اوږدمهال کې د شخص د کڼېدو لامل ګرځي.
همداراز هغوی وايي چې د موټرو د هارن غږونه، د موسیقۍ لوړ غږ، په لوړ غږ د خبرو اورېدل، د بېلابېلو ماشینونو غږ، له غوږیو ګټه اخیستل غږیزه ککړتیا رامنځته کوي او ان د انسانانو د کڼېدو لامل کېدای شي.
نن سبا د موسیقۍ او یا ټیلیفوني مکالمو لپاره له غوږۍ یا هډفون څخه ډېره ګټه اخیستل کېږي.
غوږۍ غوږونو او د اورېدو سیسټم ته څه زیانونه اړوي؟
د کابل په طبي پوهنتون کې د غوږ او ستوني څانګې استاد او په میوند روغتون کې ډاکټر عبدالحبیب شفق پژواک خبري اژانس ته وویل، په چاپېریال کې زیان اړونکي او دوامدار غږونه د روغتیایي ستونزو په ځانګړې توګه خلکو کې د اورېدو حس د کمزورۍ لامل ګرځېدای شي.
هغه زیاته کړه، د موټر د هارن غږونه، د موسیقۍ لوړ غږ، په لوړ غږ خبرې اورېدل، د بېلابېلو ماشینونو غږونه او له غوږۍ څخه ګټه اخیستل غږیزه ککړتیا رامنځته کوي.
د هغه په وینا، د غږیزې ککړتیا اغېزې ډېرې عمده او اساسي دي چې د اورېدلو حس د کمزوري کېدو او بالاخره په یوه کس کې د دایمي معلولیت لامل کېدای شي.
نوموړی وایي، یو نارمل کس له صفر تر ۲۰ دسيبل غږ اورېدلی شي، که یو کس په کاري چاپېریال، سړک، یا کور کې له ۷۵ دسيبل پورته امواجو سره مخ شي نو په راتلونکي کې ښايي د اورېدلو حس کمزورۍ او نه اورېدو لامل شي.
دغه ډاکتر غوږیو ته په اشارې وویل، هیډفون شاوخوا ۱۰۵ ډسيبل امواج غوږونو ته لېږدوي او پرلهپسې ترې استفاده د اورېدو حس ته ستر زیان اړوي.
نوموړی وايي: «هغه کسان چې هډفون (غوږۍ) کاروي، که یوه اونۍ هره ورځ شپږ ساعته استفاده ترې وکړي او غږ یې تر ۷۵ ډسيبله لوړ وي، کېدای شي د کوڼوالي او د اورېدو حس کمزورتیا لامل شي.»
نوموړی هغه کسانو ته چې د ورځې څو ساعته له غوږیو استفاده کوي، سپارښتنه کوي چې د ورزش په کولو سره له غوږیو استفاده کمه کړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان یوې څېړنې هم له غوږیو د پرلهپسې استفادې ناوړه پایلو ته اشاره کړې
د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري د ترسره شوې څېړنې پایلې ښيي چې په نړۍ کې ۵۰ سلنه هغه کسان چې غوږۍ کاروي، له ۳۵ کلونو کمعمره ځوانان دي، خو د غوږیو د دوامداره استفادې پر زیانونو خبر نه دي.
په دې څېړنه کې راغلي چې هډفون (غوږۍ) غږیږ اموج تولیدوي چې غوږنو ته رسېږي او پرده یې لړزوي. دغه لړزه د کوچنیو هډوکو له لارې داخلي غوږ ته خپرېږي او د غوږ حلزون ته رسېږي او له غوږیو پرلهپسې استفاده ځیني مهال د اورېدو حس د موقتي یا دایمي کمزورتیا لامل ګرځي.
سرچینې لیکلي چې د غوږیو دوامدار کارول د اورېدو پر حس پر ناوړه اغېږ سربېره، د غوږونو د عفونت، په غوږونو کې د اوازونو رامنځته کېدو، میکروبي ترشحاتو، د غوږونو د درد او ګنګس کېدو لامل هم کېږي.
په ياده څېړنه کې راغلي، د هډفون ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره دې غږ په ټيټه کچه تنظیم شي او باید باکیفیته هډفون وکارول شي.
د سرچینې په حواله، د هډفون غږ باید له ۶۰ دسيبل لوړ نه وي.
ځیني د هډفون کاروونکي هم د هغو د جانبي عوارضو یادونه کوي
د کابل ښار د لوړو زدهکړو یوه موسسه کې د ستوماتولوژي څانګې د لومړي کال محصله اصیلا صالحي وايي: «کله چې مې د قران کریم حفظ کاوه نو ګوشکي مې کارولې او د قران کریم تلاوت به مې اورېده، یو کال تېر نه و چې راته د غوږونو درد پيدا شو او د اورېدو توانایي مې هم کمه شوې وه، کله مې چې ډاکټر ته مراجعه وکړه نو دوی راته سپارښتنه وکړه چې ګوشکي و نه کاروم؛ ځکه همدا ګوشکي زما لپاره زیانمنې وي.»
د اصیلا په وینا، تر هغه چې ډاکتر یې غوږونه ونه مینځل د اورېدو ځواک یې کم شوی و.
همداراز د کابل ښار د کارته چهار سیمې اوسېدونکې باران چې د خپل کار لپاره د ورځې شاوخوا نهه ساعته له ګوشکي کار اخلي وايي: «د خپل کار لپاره مجبوره یم چې له ګوشکي ډېر کار واخلم او ډېر کارول یې راته د سر درد او غوږونو درد لامل شوی.»
باران په یوه خصوصي رسنۍ کې د ایډیټ په برخه کې کار کوي او د خپل کار ښه تمرکز لپاره غوږۍ کاروي، څو د همکارانو غږ یې په کار کې مداخله ونه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP