نیلي (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): د دایکنډي امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په پاتو او میرامور ولسوالیو کې په درېیو جلا پېښو کې درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر غلامعلي جاوېد وایي، تېره ورځ د دغه ولایت د میرامور ولسوالۍ په جوز سیمه کې دوو روږدو خپلو کې شخړه کړې ده.
هغه وویل، د دې شخړې په پایله کې یوه روږدي بل روږدی په چاړه وهلی او وژلی یې دی.
نوموړی وایي، قاتل د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
هغه دغهراز وویل، په یوه بله پېښه کې د میرامور ولسوالۍ په برکر کلي کې یو ۱۲ کلن هلک له غره ښويېدلی او مړ شوی دی.
نوموړي وویل چې د یاد ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله هم یو کس مړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې مړ شوی کس ملا روزي اخوند نومېده او د پاتو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی او د یاد ولایت د شهرستان ولسوالۍ د کرنې مدیر و.
هغه همداراز وویل چې ملا روزي اخوند له سړکه د خپل موټرسایکل چپه کېدو له امله مړی شوی دی.