Language

دایکنډي کې په درېیو جلا پېښو کې درې کسان مړه شوي

نیلي (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): د دایکنډي امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په پاتو او میرامور ولسوالیو کې په درېیو جلا پېښو کې درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر غلام‌علي جاوېد وایي، تېره ورځ د دغه ولایت د میرامور ولسوالۍ په جوز سیمه کې دوو روږدو خپلو کې شخړه کړې ده.

هغه وویل، د دې شخړې په پایله کې یوه روږدي بل روږدی په چاړه وهلی او وژلی یې دی.

نوموړی وایي، قاتل د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

login or register a new account.

Related Topics