ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاپ پروژې پلې کولو په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ ګډه ناسته کېږي

د ټاپ پروژې پلې کولو په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ ګډه ناسته کېږي

author avatar
11 May 2023 - 11:27
د ټاپ پروژې پلې کولو په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ ګډه ناسته کېږي
author avatar
11 May 2023 - 11:27

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان او ترکمنستان چارواکو هوکړه کړې چې ډېر ژر به د ټاپ پروژې پلې کولو په موخه د پاکستان په ګډون درې‌اړخیزه ناسته ترسره شي.

ټاپ له ترکمنستانه د افغانستان له خاورې پاکستان ته د برښنا لېږدونې پروژه ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت او د ترکمنستان سفارت استازو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه او پکې د ټاپ پروژې او نورالجهاد سب‌سټیشن جوړولو همکاریو په تړاو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اوبو او انرژۍ وزارت او د ترکمنستان هېواد سفیر د دې ناستې په ترڅ کې هوکړه وکړه چې ډېر ژر به د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د وزیرانو په کچه درې‌اړخیزه ناسته وشي، څو د ټاپ پروژې پلې کولو په موخه هراړخیز بحث وشي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پراختیا او د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د یادو پروژو د چارو چټکتیا لپاره د همغږیو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.