ښرنه (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): د پکتيکا مسوولین وايي، په دغه ولايت کې لږ تر لږه پنځوس زره غواګانو ته د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو.
د پکتيکا د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رئیس مولوي ذبیح په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل، د غواګانو د پوستکي ناروغي له تېرو څو کلونو راهيسې پیدا شوې چې له امله یې ګڼ شمېر غواګانې مړې شوې دي.
هغه زياتوي: «په پکتيکا کې د دې ناروغۍ د تدواۍ لارې چارې نه وې، خو اوس مو د دې ناروغۍ مطابق واکسين راوړی چې د پکتیکا په ټولو ولسوالیو کې به له ۵۰ زرو نه تر ۶۰ زرو څارويو ته ولګول شي.»
د پکتيکا د مالدارۍ چارو آمر محمدزمان وویل: «موږ ته د غواګانو د پوستکي ناروغي شکایتونه زیات وو چې د کرنې او اوبو لګولو له وزارت سره مو شریک کړ. هغوی د خوړو نړۍوال پروګرام FAO مؤسسې په ملاتړ د Lumpy skin Disease ناروغۍ لپاره واکسين راولېږه.»
د هغه په خبره، تېر کال په پکتیکا کې سلګونه غواګانې له دې ناروغۍ مړې شوې دي او کوم واکسین چې د ځینو خلکو له خوا په سیمو کې وېشل کېده، سم نه و.
د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل، په هغه اندازه چې د مالدارۍ ساتنې ته اړتیا ده نو دومره پاملرنه ورته نه ده شوې، غواګانې او ټوله مالداري ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه: «د امکاناتو په شتون کې به هڅه وکړو چې د شیدو، مستو، کوچو او غوړیو لپاره د پروسس فابریکې جوړې کړو او د پلور لپاره به یې نورو بازارونو ته لېږو.»
Views: 46