جلالاباد (پژواک، ۲۳ غويی ۱۴۰۲): د عامې روغتيا وزارت وايي، د روان کال د پوليو ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه د ننګرهار په بټيکوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت له خوا د غويي په ۲۳مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پوليو پر ناروغۍ اخته ناروغ څلور کلن دی.
په خبرپاڼه کې د پولیو د له منځه وړو ملي بېړني عملیاتي مرکز د مسوول ډاکټر نېک ولي شاه مومن له قوله دغه خبر تاييد شوی دی.
هغه زياته کړې: «له بده مرغه په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پولیو ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه د ننګرهار په بټيکوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. پر پولیو ناروغۍ اخته ماشوم څلور کلونه عمر لري او د ننګرهار د بټيکوټ اوسېدونکی دی.»
نوموړی په دې اړه خواشیني څرګندوي او زیاتوي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه په ننګرهار کې د پولیو واکسین دوامدار کمپاینونه ترسره شوي او سږ کال يې هم دغه ډول کمپاینونه په پام کې نیولي دي.
دی وايي: «موږ د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړی او د هېواد ټولو سیمو ته د پولیو واکسین په رسولو سره موږ کولی شو چې ګران هېواد له دې بدمرغې ناروغۍ په بشپړه توګه خلاص کړو.»
د عامې روغتيا وزارت معلوماتو له مخې، دغه وزارت د اړوندو نړۍوالو ادارو په همکارۍ د پولیو واکسین فرعي کمپاین په دې اونۍ کې پلی کوي چې په ترڅ کې به یې څه باندې ۶.۴ میلیون ماشومان واکسین شي.
د یادونې ده، په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ناروغۍ ۵۶ مثبتې پېښې، په ۲۰۲۱ز کال کې ۴ مثبتې پېښې او په ۲۰۲۲ کال کې یوازي ۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن