ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې یوې سوداګرې له ۱۰۰ ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده

هرات کې یوې سوداګرې له ۱۰۰ ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده

author avatar
14 May 2023 - 19:06
هرات کې یوې سوداګرې له ۱۰۰ ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده
author avatar
14 May 2023 - 19:06

هرات (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۲): په هرات کې یوې سوداګرې او متشبثې مېرمنې د خوارکي توکو بسته‌بندۍ شرکت او لاسي صنایعو کارخونې په جوړولو سره ۱۳۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د ملکه جامي په نوم د خوراکي توکو او پروسس شرکت مسوولې نفس‌ګل جامي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وویل، له بېوزله او بې‌پرسته ښځو د ملاتړ لپاره تل هڅه کوي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

نوموړې وايي، په بازارونو کې د خامو توکو شتوالي هغه وهڅوله چې له دغه فرصته په استفادې سره په یاد ولایت کې څه باندې سلو نورو ښځو ته د فعالیت او کار زمینه برابره کړي.

هغې له حکومته وغوښتل چې د ښځو د کار او فعالیت برخه کې ګټور اقدامات ترسره کړي.

ډېرې ښځې او نجونې چې له نوموړې سره په دغه ‌شرکت کې کار کوي، د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له تړل‌کېد وروسته د کار کولو لپاره دلته راغلې دي.

دوی په دغه شرکت او کاخونه کې له کار کولو خوښې دي او وايي، له هغه راهیسې چې منځني ښوونځي، لېسې او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي دي، نو دوی په کارخونو کې کار کولو ته مخه کړې ده.

د هغوی په وینا، که څه هم د کار په بدل کې کمې پیسې ترلاسه کوي، خو دا چې کار کوي خوشحاله دي.

د یاد شرکت یوې کارکوونکې زهرا د دغه کارخونې له رهبرۍ د مننې ترڅنګ وویل، د دغه شخصي کارخونې په ملاتړ توانېدلې چې د اته کسیزې کورنۍ لپاره -چې سرپرستي یې دې ته ور له غاړې ده- د میاشتې شپږ زره افغانۍ عاید ترلاسه کړي.

زهرا چې له خپلې میاشتنۍ تنخوا خوښه ده زیاتوي، د بېکارۍ او بېوزلۍ په اوسنیو شرایطو کې دغه پیسې د هغې د کورنۍ لپاره لویه مرسته ده او له حکومته غواړي ‎چې د ښځو ملاتړ وکړي او د کار زمینه ورته برابره کړي.

په ورته مهال، د یاد شرکت بلې کارکوونکې لیلا محمدي پژواک ته وویل، دوه کاله مخکې کله چې د یوولسم ټولګي زده‌کونکې وه، د ښوونځي دروازو بېرته پرانیستو په هیله یې څو میاشتې کور کې تېرې کړې، خو د کورنۍ د اقتصادي ستونز په زیاتېدو سره مجبوره شوه څو د لګښتونو پوره کولو لپاره کار وکړي.

د هغې په وینا، په یاد شرکت کې له پنځو میاشتو راهیسې د لاسي صنایعو برخه کې کار کوي او د میاشتې شپږ زره افغانۍ ترلاسه کوي چې په دغه معاش کولای شي د یوه ځوان په شان هم د ځان او هم د خپلې کورنۍ ستونزې هوارې کړي.

په همدې حال کې، په لویدیځ زون کې د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له سیاسي بدلون وروسته د سوداګرو ښځو شمېر لږ شوی و، خو د وخت په تېرېدو سره ښځو ته د کاري فرصتونو په برابرېدو او له هغوی په ملاتړ سره د سوداګرو مېرمنو شمېر بېرته ډېر شوی دی.

د ښځو د سوداګرۍ خونې رییسه ادیبا وزیري د دغه مطلب پخلی کوي او وايي چې د ښځینه سوداګرو شمېر له ۷۰ نه ۴۵۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

نوموړې زیاتوي چې له ښځینه سوداګرو د ملاتړ په برخه کې یې تل هڅه کړې څو ملي او نړۍوال بنسټونه د هغوی د کاروبار برخه کې مرستې ته وهڅوي.

د یادونې ده، په هرات ولایت کې د یاد شرکت ترڅنګ د ښځو په درېیو ځانکړو مارکېټونو کې ډېرې نورې ښځې هم پر کاروبار بوختې دي چې د مسوولینو په وینا، په دې وروستیو کې د مخکې په پر تله د ښځینه سوداګرو شمېر په مراتبو ډېر شوی دی.

Visits: 72

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.