پلعلم (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): حکومتي مسوولينو په لوګر کې د قابلوګانو نړۍوالې ورځې نمانځنې په مناسبت خبرو کې وويل، په لرو پرتو ولسوالیو کې د قابلو د ښه فعالیت له امله د مور او ماشوم مړینې کچه ټیټه شوې ده.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست ريیس سیدالرحمن قادري په پلعلم کې د قابلو نړۍوالې ورځې نمانځلو په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وويل چې د پخوا په پرتله په مرکز پلعلم او لرو ولسوالیو کې د قابلوګانو د فعالیت ساحه پراخه شوې ده چې امله یې په ډېرو سیمو کې د مور او ماشوم د مړینې کچه هم د پام وړ ټیټه شوې ده.
قادري زیاته کړه، د لوګر په روغتونونو کې ټولې شاوخوا ۵۰۰ قابلې دي چې له ډلې یې ۱۱۰ په دولتي روغتونونو کې پر دندو بوختې دي.
د عامې روغتیا ريیس که څه هم د تېرو کلونو د مور او ماشو مړینې شمېرې په ډاکه نه کړي، خو زیاته یې کړه چې د مور او ماشوم د مړینې کچه دوه سلنه راټيټه شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP