منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۱ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم مړینه کمه شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۲۲ کتنې

پل‌علم (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): حکومتي مسوولينو په لوګر کې د قابلوګانو نړۍوالې ورځې نمانځنې په مناسبت خبرو کې وويل، په لرو پرتو ولسوالیو کې د قابلو د ښه فعالیت له امله د مور او ماشوم مړینې کچه ټیټه شوې ده.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست ريیس سیدالرحمن قادري په پل‎علم کې د قابلو نړۍوالې ورځې نمانځلو په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وويل چې د پخوا په پرتله په مرکز پل‌علم او لرو ولسوالیو کې د قابلوګانو د فعالیت ساحه پراخه شوې ده چې امله یې په ډېرو سیمو کې د مور او ماشوم د مړینې کچه هم د پام وړ ټیټه شوې ده.

قادري زیاته کړه، د لوګر په روغتونونو کې ټولې شاوخوا ۵۰۰ قابلې دي چې له ډلې یې ۱۱۰ په دولتي روغتونونو کې پر دندو بوختې دي.

د عامې روغتیا ريیس که څه هم د تېرو کلونو د مور او ماشو مړینې شمېرې په ډاکه نه کړي، خو زیاته یې کړه چې د مور او ماشوم د مړینې کچه دوه سلنه راټيټه شوې ده.

په دې غونډه کې د افغان کورنیو ساتنې مؤسسې/CAF  ولایتي مرستیال ډاکټر عبدالغفار قریشي وویل، په تېر یوه کال کې په مرکز پل‌علم او د ولسوالیو په دولتي روغتونونو کې د ښځينه ډاکټرانو او قابلو په مرسته ۲۲ زره مېرمنو زېږون کړی دی.

هغه زیاته کړه، د پخوا په پرتله د مور او ماشوم د مړینې کچه ځکه کمه شوې ده چې په لرو پرتو سیمو کې د قابلوګانو فعالیت ښه او ظرفیت يې لوړ شوی دى.

همدارنګه د لوګر د نائب امین‌الله خان لوګري ولایتي روغتون یوې قابلې صدف صالح پژواک ته وویل، د دغه ولایت په دولتي روغتونونو کې د قابلوګانو شمېر اوس هم کم دى چې بايد دا لوړ شي.

د يادونې ده، د مې مياشتې پنځمه د قابله‌ګانو نړۍوالې ورځې په نوم نومول شوې ده

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا