Pajhwok Afghan News

بغلان کې اوبو ته د جنازې موټر لوېدو پېښه؛ یو ماشوم مړ شوی او مړی اوبو وړی

پلخمري (پژواک، ٢٥ غويی ١۴٠٢): د بغلان امنيه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې اوبو ته د جنازې موټر لوېدو پېښه کې يو ماشوم مړ شوى او مړی اوبو وړی دى.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک ته وویل، د دوشي ولسوالۍ اړوند په سنګ‌سراخ سیمه کې يو کرولا موټر تېره شپه اوبو ته لوېدلى دى.

هغه وايي، په یاده پېښه کې يو ماشوم مړ شوى او د يو بل کس جسد چې په همدغه موټر کې بار و، تر اوسه په اوبو کې ورک دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې شپږ نور کسان هم ټپيان شوي خو روغتيايي وضعيت یې د ډاډ وړ دى.

Views: 146

Exit mobile version