Language

لغمان کې د اختطاف په تور څلور کسان نیول شوي

مهترلام (پژواک، ٢٦ غويی ١٤٠٢): د لغمان د استخباراتو رياست وايي چې د دغه ولایت اړوند د کابل – جلال‌اباد پر لويه لار یې د اختطاف په تور څلور کسان نیولي دي.

‏د لغمان د استخباراتو ریاست مطبوعاتي دفتر نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، امنیتي ځواکونو د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د اختطافګرو يوه څلورکسیزه ډله نیولې ده.

په اعلامیه کې راغلي، یاده ډله هغه مهال ونیول شوه چې غوښتل یې د رفیع‌الله په نوم یو کس له موټر سره وتښتوي.

اعلامیه کاږي، له نیول شوو اختطافچیانو دوه تومانچې، یوه مخابره، ولچکونه او نظامي جامې هم ترلاسه شوي د

login or register a new account.