Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار، غزني (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): په غزني ولایت کې له ۸۰۰ اړو کورنیو سره نغدي او په کندهار کې بیا له ۸۰ کورنیو سره د شاتو مچیو مرسته وشوه.

په غزني ولایت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسؤولین هم وايي، نن د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له ۸۰۰ بې‌وزلو او طبیعي پېښو کې ځپل شوو کورنیو سره د ډنمارک کډوالو شورا/ DRC له لوري په ټولیز ډول د ۱۶ میلیون افغانیو نغدي مرسته وشوه.

د غزني ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي محمدعمر حقاني له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې څو میاشتي وړاندي د بېلابېلو موسسو له لوري سروې شوې وه چې په پایله کې یې یاد شمېر کورنۍ مستحقي ګڼل شوې او اوس له هرې کورنۍ سره د  ۲۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.

نوموړی زیاتوي، دغه مرسته د غزني ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په لارښوونه او د ډنمارک کډوالو شورا په همکارۍ او مالي ملاتړ ووېشل شوه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.