کندهار، غزني (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): په غزني ولایت کې له ۸۰۰ اړو کورنیو سره نغدي او په کندهار کې بیا له ۸۰ کورنیو سره د شاتو مچیو مرسته وشوه.
په غزني ولایت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسؤولین هم وايي، نن د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له ۸۰۰ بېوزلو او طبیعي پېښو کې ځپل شوو کورنیو سره د ډنمارک کډوالو شورا/ DRC له لوري په ټولیز ډول د ۱۶ میلیون افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د غزني ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي محمدعمر حقاني له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې څو میاشتي وړاندي د بېلابېلو موسسو له لوري سروې شوې وه چې په پایله کې یې یاد شمېر کورنۍ مستحقي ګڼل شوې او اوس له هرې کورنۍ سره د ۲۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.
نوموړی زیاتوي، دغه مرسته د غزني ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په لارښوونه او د ډنمارک کډوالو شورا په همکارۍ او مالي ملاتړ ووېشل شوه.
بلخوا د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر محمدحامد پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د «CHA» موسسې په مالي ملاتړ له ۸۰ کورنیو سره د شاتو مچیو مرسته وشوه.
هغه د یادي موسسي له قوله زیاته کړه چې د دې مرستې ارزښت دوه میلیون ۳۵۰ زره افغانۍ دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








