کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اړوند د «اسان خدمت» دوه څانګې د عامه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه د کابل ښار په باغ بالا او زړو مکروریانو سیمو کې پرانیستل شوې.
نن (پنجشنبه) په دې پرانیستغونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست ډاکټر فقیرمحمد زیار وویل، دولتونه اړ دي چې خلکو ته ښه، ارزانه، اسانه او په لږ وخت کې عامه خدمتونه وړاندې کړي او د عامه خدمتونو وړاندې کول د دولتونو له اساسي دندو څخه ده.
د هغه په وینا، د افغانستان په څېر جګړهځپلو هېوادونو کې کاري پروسې پېچلې دي چې د عادي خدمت لپاره په اونیو اونیو وخت اخلي او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اړوند اسان خدمت، تر یوه چتر لاندې د بېلابېلو عامه خدمتونو وړاندې کولو په موخه رامنځته شوی چې په دولتي ادارو کې پېچلې کاري پروسې ساده او الکترونیکي کړي.
هغه زیاته کړه، د «اسان خدمت» جوړول د افغانستان د خلکو یوه اساسي اړتیا وه او همدې اړتیا ته په کتو د اذربایجان هېواد د اسان خدمت موډل افغانستان ته راوړل شو چې دا دی نن یې د کابل ښار په لومړي مکروریانو او باغ بالا سیمو کې دوه څانګې پرانيستل شوې او په نږدې راتلونکي کې به کابل ښار کې دوه نورې څانګې هم پرانیستل شي.
د نوموړي په خبره، په دې څانګو کې اوسمهال په ډېره چټکه بڼه د یوې کاري ورځې په ترڅ کې د الکترونیکي تذکرو، تولد کارتونو او د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کېږي او په راتلونکي کې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د کار جواز، پاسپورټ، ټرانسپورټي خدمتونه، د موټر چلولو جواز (لایسنس) او جواز سیر، د شهیدانو او معلولینو چارو او دې ته ورته نور عامه خدمتونه په ډېر لږ وخت کې تر یوه چتر لاندې هېوادوالو ته وړاندې شي.
د هغه په وینا، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې د احصایې او معلوماتو ملي اداره په پام لري چې د هېواد په پنځو ولایتونو هرات، بلخ، خوست، کندهار او ننګرهار کې د اسان خدمت څانګې جوړې کړي.
په غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت ژمن دی او هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې خلکو ته ښه او اسان خدمات وړاندې کړي.
هغه وایي، د اسان خدمت پروسه به خلکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او ډېری وختونو کې خلک د تذکرو، پاسپورت، شهادتنامو او نورو خدمتونو لپاره په ليکو کې په انتظار ولاړ وو، خو له دې سره به خلک وکولای شي چې په لږ وخت کې دغه ټول سندونه په ډېرې اسانۍ سره ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه، مخکې چې په دولتي ادارو کې کاغذي بېروکراسۍ موجوده وه، دوی به یې له منځه یوسي.
د یادونې ده، اسان خدمت له اذربایجان جمهوریت څخه د رالېږدول شوي ماډل پر بنسټ، د عامه خدمتونو یو مرکزي ادرس دی، دغه موډل د افغانستان او اذربایجان ترمنځ په ۱۳۹۵ لمریز کال د چنګاښ په ۲۲ مه لاسلیک شو.
د دغه موډل اساسي موخه دا ده چې د عامه خدمتونو په بهیر کې روڼوالی او اغېزمنتیا راولي، عامه خدمتونو ته د ښاریانو لاسرسی اسان شي او په ټوله کې پر حکومت د خلکو باورمندي ډېره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP