ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان تېر کال د ١٨٦٥ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل

افغانستان تېر کال د ١٨٦٥ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل

author avatar
21 May 2023 - 15:30
افغانستان تېر کال د ١٨٦٥ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل
author avatar
21 May 2023 - 15:30

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، تېر کال د ۱۸۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې د وړم کال په پرتله ٧٠ سلنه ډېروالی ښيي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمدیونس مومند نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد د صادراتو په کچه کې ۸۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

هغه وویل: «موږ په ۱۴۰۰ کال کې د ۱۰۹۶ میلیون ډالرو او په ۱۴۰۱ کال کې مو د ۱۸۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي؛ دغه راز موږ تېر کال ۲۲۰۰ سوداګریزې صادراتي او وارداتي محمولې درلودې.»

نوموړی وایي چې مالیاتي سیسټم او ټکسونه دې د هېواد اوسني شرایطو او د خلکو کاروبار ته په کتو وضع شي.

د مومند په خبره: «د افغانستان خصوصي سکټور، په خاص ډول د وارداتي سکټور غوښته دا ده چې زموږ څخه دې ټوله مالیه په ګمرکونو کې واخیستل شي، په دې سره به فساد له منځه لاړ شي، سوداګر به له سرګرداني خلاص وي او هم به حکومت ته پر ځای او وخت مالیه ورکول کېږي.»

مومند زیاته کړه، حکومت چې د سوداګرۍ په برخه کې هره طرحه جوړوي بايد د سوداګرو او دوى نظر په کې واخيستل شي.

دغه راز، په دې غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې په افغانستان کې سوداګر له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دغه هغه زیاته کړه چې سوداګر اوس هم له ګانډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې ډېرې ستونزې لري.

الکوزي وویل: «سره له دې چې د سوداګرۍ وزیر کراچۍ ته سفر وکړ مګر اوس هم زموږ سلګونه کانټینره په کراچۍ کې ولاړ دي، زموږ موټر له ۱۰ څخه تر ۱۵ ورځو پورې ولاړ وي چې بیا پر هر موټر ډېر ډېمرج راځي.»

د هغه په خبره، پر کراچۍ سربېره په واګه بندر کې هم هغه مالونه ولاړ دي چې هندوستان هېواد ته د تلو لپاره چمتو شوي دي.

هغه له اسلامي امارته غوښتنه وکړه چې په لومړي قدم کې دې د سوداګرو د ترانزیټ ستونزه حل کړي.

د یادونې ده، د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ډېر پخوا راهیسې د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې شته او سوداګر يې د حل غوښتنه کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.