ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د ۲۴ روغتیایي مرکزونو جوړولو چارې پیل شوې

بامیان کې د ۲۴ روغتیایي مرکزونو جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
22 May 2023 - 17:52
بامیان کې د ۲۴ روغتیایي مرکزونو جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
22 May 2023 - 17:52

بامیان (پژواک،  ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د بامیان سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۶ میلیون افغانیو په ارزښت د ۲۴ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د بامیان ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر جعفر ذکي د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل: «دغه روغتیايي مرکزونه د ۳۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت، د افغانستان لپاره د ملکرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA)  په مالي ملاتړ جوړېږي.»

د هغه په وینا، له دې جملې به ۱۲ روغتیایي مرکزونه په اساسي او پاخه ډول او ۱۲ نور یې په خام ډول له ټولو د اړتیا وړ امکاناتو سره د دغه ولایت په شیبر، یکاولنګ نمبر ۱،  پنجاب، ورس، یکاولنګ نمبر۲ ولسوالیو او مرکز کې جوړ شي.

نوموړي زیاته کړه چې یادو روغتیایي مرکزونو په ۲۰۱۲ کال کې په لومړنیو امکاناتو سره فعالیت پیل کړی و، خو د خلکو اړتیاوې یې نه شوای پوره کولای، ځکه د ډېری دغو مرکزونو ودانۍ ویجاړې شوې وې او د ګټې اخیستلو وړ نه وې، نو ځکه د یادو مرکزونو ودانۍ بیا رغول کېږي او له ښو امکاناتو سره به په فعالیت پیل وکړي.

د هغه په اند، په اسټندرد ډول د روغتیایي مرکزونو جوړول کولای شي چې له دې وروسته د مراجعینو د درملنې ښه زمینه برابره کړي.

بل‌پلو په بامیان کې د روغتیایي مرکزونو مسوول ډاکټر مهدي الهام وایي چې ډیېری یاد مرکزونه شپږ خونې لري چې په ښه ډول تجهیز کېږي او جوړېږي.

د هغه په وینا، روغتیایي مرکزونه د ولایت په کچه په داخله، ماشومانو، ولادي، تغذي، له زېږون مخکې او وروسته مراقبتونو او د کورنۍ تنظیم په برخو کې فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړه چي د یادو مرکزونو په جوړېدو سره هڅه کېږي څو د روغتیایي مرکزونو تشکیلات هم ډېر شي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.