ژبه

د افغانستان د هنډبال فدراسیون رییس د هنډبال نړۍواله کنګره کې ګډون وکړ

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان د هنډبال فدراسیون مشر هدایت‌الله کامه‌وال په مصر کې د هنډبال نړۍواله کنګره کې ګډون کړی دی.

یاده نړۍواله غونډه د ډسمبر له ۱۹مې تر ۲۲مې پورې د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړه شوې وه او د هنډبال نړۍوال فدراسیون د غړو هېوادونو استازو په‌کې ګډون درلود.

د کنګرې په جریان کې د نړۍوال او اسیایي هنډبال فدراسیونونو ټاکنې هم ترسره شوې.

په نړۍواله رایه‌اچونه کې له مصره حسن مصطفی تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې او د یوې بلې څلورکلنې دورې لپاره د هنډبال نړۍوال فدراسیون د مشر په توګه وټاکل شو.

ورته مهال، بدر محمد ذیاب صالح الذیاب د اسیایي هنډبال فدراسیون د مشر په توګه وټاکل شو.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د هنډبال فدراسیون مسوولینو د کنګرې په څنډه کې د اسیایي هنډبال فدراسیون له نوي مشر سره هم لیدنه کړې ده.

ورته موضوع