ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې لسګونه ميله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي

بغلان کې لسګونه ميله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي

author avatar
22 May 2023 - 14:28
بغلان کې لسګونه ميله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي
author avatar
22 May 2023 - 14:28

پلخمري (پژواک، ۱ غبرګولی ١۴٠٢): د بغلان د استخباراتو رياست وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې یې لسګونه ميله وسلې او چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

د بغلان د استخباراتو رياست نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو د یو لړ کشفي معلوماتو پر اساس، په بېلابېلو ولسوالیو کې ګڼ شمېر غيرقانوني وسلې او چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.

سرچيني دا نه دي ويلي چې دغه وسلې یې څه وخت او له کومه ځايه ترلاسه کړي دي.

خو د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په ترلاسه شوو وسلو کې څلور میله پیکا، دوه پایې هاوان، دوه میله راکټ، يومیل هشتادو دو، ۲۰ میله کلاشینکوف او يوه اندازه چاودېدونکي توکي شامل دي.

Views: 46

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.