میمنه (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د فاریاب ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ترافیکي پيښې له امله ۹ کسان ټپیان شوي دي.
د پېښې عیني شاهد نثاراحمد پژواک ته وویل، تېره ورځ له غرمې وروسته یو کرولا موټر چې له میمنې ښاره مزارشریف ته پر لاره و، د اندخوی ولسوالۍ په سلدوز غونډۍ سیمه کې د ژرندې له موټر سره لګېدلی چې له امله یې ۹ کسان ټپیان شوي دي.
هغه وایي چې د پېښې په ځای کې د دریو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ و.
د اندخوی د روغتون رییس ډاکټر سنجر عمري هم وايي چې د یادې پېښې له ځایه ۹ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په ټپيانو کې څلور نارینه، دری ماشومان او دوې ښځې شامل دي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
خو په فاریاب کې د ترافیکي پېښو مدیر احمدفهیم کوهي وایي چې د دغې ادارې سیمهییزو کار کوونکو د پېښې ټپیانو شمېر ۵ کسانو ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د میمنې- بندر په لاره د یوه فلاینکوچ موټر چپه کېدو پېښه کې دوه کسان مړه او دری نور ټپیان شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP