نیلي (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د دایکنډي په میرامور ولسوالۍ کې د لوړو غرونو ترمنځ په یوه لرې سیمه کې ګڼ شمېر ماشومان ښوونځي ته له تلو بېبرخې دي، خو عبدالله خپله معلوله لور پر اوږو ښوونځي ته بیایي او تر رخصتېدو وروسته یې بېرته راولي.
عبدالله وايي، اووه کلنه لور یې زهرا پر دواړو پښو معلوله ده، خو دا چې له ښونځي سره ډېره «لېولتیا» لري، نو هره ورځ یې له خپلې مېرمنې او د زهرا له نیا سره په نوبتي ډول یونیم کیلومتر لرې ښوونځي ته پر اوږو بیایي او بېرته یې راولي.
دوی د دایکنډي د سرقلندک سیمې اوسېدونکي دي، هغه سیمه چې د خلکو په وینا د پوهنې په ګډون له ډېرو ټولنیزو خدمتونو بېبرخې ده.
د راه رهنورد ټولنیزې هوساینې موسسه/ RRSWOپه یاده سیمه کې یو سیمهییز ټولګی جوړ کړی او د زهرا په شان ماشومان توانېدلي څو دغه ټولګي ته ولاړ شي. ښوونځي ته د زهرا تګ په دې ورځو کې د دایکنډي د پوهنې برخې یوه الهام بښونکې کیسه ده.
زهرا چې ژبه یې هم بندېږي، وايي: «خپله ښوونځي ته نهشم تلای، پلار مې ما بیايي او که هغه کوم وخت ونه شي کړای نو بیا مې نیا بیايي.»
هغه هیله لري چې د نورو ماشومانو په څېر پر خپلو پښو ښوونځي ته لاړه شي.
هغې زیاته کړه: «غواړم په راتلونکي کې ډاکټره شم او د ځان په څېر نورو معلولینو درملنه وکړم.»
د زهرا پلار پژواک ته وویل، له ښوونځي سره د هغه د لور د ډېرې مینې له امله، زهرا هره ورځ پر خپلو اوږو ښوونځي ته بیايي او له درس ویلو وروسته یې بېرته کورته راولي.
د زهرا پلار وايي: «هغه له ښوونځي سره ډېره مینه لري، که ناوخته یې بوځم نو بیا خفه کېږي، ژاړي او موږ هم ځوروي، موږ هم دې ته هیلهمند یو چې لور مو راتلونکي کې پر خپلو پښو ودرېږي.»
هغه چې د ۹ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده وايي، ښوونځي ته یې د لور بېولو له امله د کار کولو لپاره بهر ته نه شي تلای؛ ځکه د مېرنې پښه یې ماته شوې او بوډۍ مور یې په یوازې ځان زهرا ښوونځي ته نه شي بېولای.
هغه وویل: «لور مې له ډاکټرۍ سره ډېره مینه لري؛ خو ځیني مهال خپلو ملګرو ته ژاړي چې پښې مې فلج دي، کوم ځای ته نهشم رسېدلای، ډاکټر کېدای نهشم؛ خو موږ ډاډ ورکوو چې پښې دې جوړېږي او کولی شې چې ډاکټره شې.»
نوموړي زیاته کړه چې زهرا معلوله پیدا شوې، دواړه پښې یې ډېرې کمزورې دي او پر لار د تلو توان نه لري.
هغه د خپلې لور د راتلونکي په اړه اندېښمن دی او وايي: «ترڅو به زه وم، اوس خو په کور کې هېڅ کار نهشم کولی، هغه ښوونځي ته بیایم او راولم، له کار او غریبۍ کولو پاتې یم.»
هغه له حکومته غواړي چې د لور درملنه یې وکړي او د زدهکړو زمینه ورته برابر کړي، څو وکولی شي چې خپلو هیلو ته ورسېږي.
په ورته مهال، د سرقلندک سیمهییزې شورا رییس قادر محسني هم وايي، له کله راهیسې چې سیمهییز ټولګی جوړ شوی، زهرا هره ورځ د هغې پلار، مور او نیا پر اوږو ښوونځي ته بیايي.
هغه زیاته کړه چې د زهرا د کورنۍ اقتصادي وضعیت خراب دی او د خپلې لور د درملنې توان نه لري.
دغهراز هغه هم د زهرا او د سیمې د ټولو ماشومانو د نورو زدهکړو په اړه اندېښمن دی چې له ښوونځي د لرې واټن له امله له زدهکړو پاتې نه شي.
هغه زیاته کړه: «مخکې ښوونځی نه و، څو میاشتې وړاندې RRSWO موسسې او اغاخان بنسټ سیمهییز ټولګي جوړ کړي چې اوس زموږ ماشومان کولی شي تر درېیم ټولګي زدهکړې وکړي.»
د هغه په وینا، دا مهال هم له ۵۰ ډېر پر شرایطو برابر زدهکوونکي له درېیم ټولګي پورته زدهکړو بېبرخې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د پوهنې په برخه کې له جدي محرومیت سره مخ دي چې له امله یې زیات شمېر زدهکوونکي ښوونځي ته له تلو بېبرخې دي.
هغه له حکومته غواړي چې د سیمهییزو ټولګیو او ودانیو جوړولو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د زهرا کیسې اورېدو له امله د میرامور ولسوالۍ مسوولینو هم له یادې سیمې لیدنه کړې ده.
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د پوهنې امر حسین واثق وویل، د زهرا د معلولیت، محرومیت او له ښوونځي سره د هغې د لېوالتیا قضیه د دې لامل شوه چې دوی له نږدې د نوموړې له کورنۍ او د سیمې له خلکو سره وګوري.
هغه وايي، د دغه سیمهییزو ټولګیو د زدهکوونکو هڅونې لپاره درسي توکي او کتابچې او زهرا ته تر شپږم ټولګي ټول لازمل درسي توکي ورکړل شول.
هغه په سیمه کې د پوهنې برخه کې د شته ستونزو پخلی کوي او وايي، له موسسو سره په همغږۍ توانېدلي څو زدهکړو ته د ماشومانو د لاسرسي لپاره سیمهییز ټولګي جوړ کړي.
نوموړی زیاتوي، ډېره هیلهمندي شته چې یادې موسسې په دغه سیمه کې تر درېیم ټولګي د پورته زدهکړو زمینه هم برابره کړي.
هغه څرګنده کړه چې دغه ماشومه نجلۍ که څه هم چې معلوله ده، خو لوړ استعداد لري او په ټولګي کې له تکړه زدهکوونکو څخه ده.
د میرامور ولسوالۍ د پوهنې امر وویل چې د زهرا کورنۍ ډېره بېوزله ده او پلار یې خپل ټول وخت د لور زدهکړو ته ځانګړی کړی دی.
د هغه په خبره، د ولسوالۍ په ناستو کې یې له موسسو سره هم خبرې کړې څو د یادې نجلۍ له دغه بېوزله کورنۍ سره مرسته وکړي.
بلخوا، په دایکنډي کې مدني فعال نېکمحمد د زدهکړو اهمیت ته په اشارې وویل، د هېواد د پرمختګ لپاره پهکار ده چې زدهکړو ته پاملرنه وشي.
هغه ټینګار کوي چې خلک باید په هېڅ راز شرایطو کې له زدهکړو مخ وانهړوي.
هغه څرګنده کړه چې د زهرا کورنۍ د نورو خلکو لپاره ښه بېلګه ده.
نوموړي زیاته کړه چې له حکومته هم غواړي څو له زدهکړو بېبرخې ټولو ماشومانو ته د درس زمینه برابره کړي.
په ورته مهال، د ارسو موسسې د معلمانو روزونکی غلامیحیی اکبري وايي، دوی د دایکنډي ولایت په کچه هغه ماشومانو ته ۲۵۴ سیمهییز ټولګي جوړ کړي چې ښوونځیو او عمومي زدهکړو ته لاسرسی نه لري.
هغه زیاته کړه چې له دې ډلې ۴۵ ټولګي په میرامور ولسوالۍ کې دي.
هغه وویل، سرقلندک سیمه له خدماتو بېخې ده چې د عمومي زدهکړو له ښوونځي شاوخوا ۹ کیلومتره واټن لري.
نوموړی خوښي څرګندوي چې د سیمهییزو ټولګیو جوړېدو له امله د زهرا په ګډون، ډېر شمېر ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
هغه زهرا یوه باستعداده ماشومه وبلله او ویې ویل، هڅه کوي څو دغه ډول کسان زدهکړو ته وهڅوي.
نوموړي وویل، د راه رهنورد ټولنیزې هوساینې موسسه هڅه کوي څو له درېیم ټولګي پورته د زدهکړو زمینه هم برابره کړي.
ارسو موسسه د دایکنډي په کچه د پوهنې په برخه کې فعالیت کوي چې د یونیسف دفتر له لوري تمویلیږي.
دایکنډي د هېواد یو له لرو ولایتونو څخه دی چې سختې لارې او د سیمو ترمنځ یې اوږد واټن ښوونځیو ته د ماشومانو د لاسرسي پر وړاندې د خنډ لاملونه دي.
Views: 41
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP