ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې د ۳۷۰ زره ډالرو په ارزښت د اتو پروژو چارې پیل شوې

پنجشېر کې د ۳۷۰ زره ډالرو په ارزښت د اتو پروژو چارې پیل شوې

author avatar
25 May 2023 - 15:51
پنجشېر کې د ۳۷۰ زره ډالرو په ارزښت د اتو پروژو چارې پیل شوې
author avatar
25 May 2023 - 15:51

پاراخ (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۳۷۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د اتو ټولګټو پروژو چارې شوې.

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نصرالله ملک‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې د سیند پر غاړه استنادي دېوالونو جوړول او کوچني بندونه شامل دي.

هغه له جزیاتو ورکولو پرته زیاته کړه چې یادې پروژې په شتل او عنابه ولسوالیو کې پلې کېږي.

د عنابې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جابر د دغو پروژو پر پیلېدو خوښي وښوده او ویې ویل، د سیند پر غاړه د استنادي دېوالونو جوړېدل یوه جدي اړتیا ده؛ ځکه چې په غبرګولي او چنګاښ میاشتو کې د اوبو کچې لوړېدو له امله د سیند غاړې ځمکې له منځه ځي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.