ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو چارو وزارت: پاکستان دې افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانه کړي

د کډوالو چارو وزارت: پاکستان دې افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانه کړي

author avatar
25 May 2023 - 16:47
د کډوالو چارو وزارت: پاکستان دې افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانه کړي
author avatar
25 May 2023 - 16:47

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د پاکستان له سفیر څخه غوښتي چې افغانانو ته د دغه هېواد ویزو ورکولو او په سرحدي دروازو کې د تګ راتګ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

یاد وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه، په کابل کې د دغه هېواد له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

سرچینې زیاته کړې :«په دغه ناسته کې افغانانو ته د ویزو او سرحدي دروازو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د افغان بندیانو د خلاصون، افغانانو ته د بانکي حسابونو پرانیستلو، موټر چلولو لایسنس او یو لړ نورو ستونزو او مشکلاتو په اړه خبرې وشوې.»

یاد وزارت ویلي، په دې ناسته کې حقاني د پاکستان له سفیره وغوښتل، په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د حج فریضې ادا کولو لپاره «ځانګړې کوټه» ورکړي او کوم افغانان چې غواړي د افغانستان له لارې حج ته ولاړ شي نو په سرحدي دروازو کې د تګ او راتګ اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.