منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۶ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کډوالو چارو وزارت: پاکستان دې افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانه کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۰۸ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د پاکستان له سفیر څخه غوښتي چې افغانانو ته د دغه هېواد ویزو ورکولو او په سرحدي دروازو کې د تګ راتګ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

یاد وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه، په کابل کې د دغه هېواد له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

سرچینې زیاته کړې :«په دغه ناسته کې افغانانو ته د ویزو او سرحدي دروازو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د افغان بندیانو د خلاصون، افغانانو ته د بانکي حسابونو پرانیستلو، موټر چلولو لایسنس او یو لړ نورو ستونزو او مشکلاتو په اړه خبرې وشوې.»

یاد وزارت ویلي، په دې ناسته کې حقاني د پاکستان له سفیره وغوښتل، په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د حج فریضې ادا کولو لپاره «ځانګړې کوټه» ورکړي او کوم افغانان چې غواړي د افغانستان له لارې حج ته ولاړ شي نو په سرحدي دروازو کې د تګ او راتګ اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

سرچینې د پاکستان د سفیر له قوله لیکلي، د کډوالو ستونزې چې مخکې ناستو کې هم له دوی سره شریکې شوې وې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره یې شریکې کړې دي او د هغوی له لوري مثبت ځواب ته په تمه دی.

د کډوالو چارو وزارت ویلي، په دې ناسته کې د پاکستان سفیر ډاډ ورکړ چې د کډوالو خدمت خپل مسوولیت او د ځان لپاره د اجر او ثواب لامل ګڼي او په دې برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال