ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: بشري مرستو کې د مسوولینو مداخلې له امله د افغانستان ځینو سیمو کې فعالیتونه درول شوي

امریکا: بشري مرستو کې د مسوولینو مداخلې له امله د افغانستان ځینو سیمو کې فعالیتونه درول شوي

author avatar
25 May 2023 - 04:16
امریکا: بشري مرستو کې د مسوولینو مداخلې له امله د افغانستان ځینو سیمو کې فعالیتونه درول شوي
author avatar
25 May 2023 - 04:16

اټلانټا (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په ځینو سیمو کې د بشري مرستو فعالیتونه وروسته له هغه درول شوي چې د ځایي مسوولینو له خوا د لاسوهنې شواهد یې وموندل.

دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر په واشنګټن کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

نوموړي هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګوندې د امریکا بشري مرستې په افغانستان کې د سرپرست حکومت لاس ته رسېږي.

هغه زیاته کړه: «د امریکا متحده ایالتونه طالبانو ته هېڅ فنډ نه ورکوي، خو د بهرنیو چارو وزارت له نړۍوال بانک، د ملګرو ملتونو ادارو او نورو غیردولتي موسسو سره په ګډه افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ ته دوام ورکوي.»

د نوموړي په وینا، دوی دا دقیق څاري څو شوې مرستې اړو خلکو ته ورسېږي او په دې برخه کې د څارنې یو اغېزناک پروګرام لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، په دې برخه کې ډېرې بېلګې لري چېرته چې د سرپرست حکومت له خوا په بشري مرستو کې د مداخلې له امله دوی هلته فعالیتونه درولي دي.

میتیو میلر د بېلګې په توګه وویل، څه موده مخکې په غور ولایت کې یې وروسته له هغه د بشري مرستو فعالیتونه ودرول چې د ځایي مسوولینو له خوا په دې برخه کې د لاسوهنو ثبوتونه او شواهد یې ترلاسه کړل.

دغه‌راز نوموړي زیاته کړه چې د خوړو نړۍوال پروګرام د روان زېږدیز کال له جنورۍ تر اپریل میاشتو پورې په غزني ولایت کې د همدې ستونزو له امله د مرستو وېش لړۍ درولې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د دوی یوې همکارې ادارې په اروزګان ولایت کې وروسته له هغه خپل فعالیتونه ودرول چې د سرپرست حکومت ځایي مسوولینو د بشري مرستو لپاره د کارکوونکو د ګومارنې په پروسه کې د لاسوهنې هڅه وکړه.

هغه زیاتوي: «موږ په دې برخه کې ډېره واضحه تګلاره لرو، موږ له طالبانو سره هېڅ ډول مالي مرسته نه کوو او د څارنې او ارزونې ډېره سخته پالیسي لرو.»

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د امریکا د بشري مرستو څارنې اداره (سیګار) هم له پراخ واکونو او صلاحیتونو لرلو سره دا ټولې پروسې څاري.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په بشري مرستو کې د مداخلې راپورونه رد کړي وو.

د یادونې ده، امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته له افغانستان سره د شاوخوا یوه‌نیم میلیارد ډالرو بشري مرستې کړې دي.

امریکا او نړۍواله ټوله هره یا په څو اونیو کې کابل ته د شاوخوا ۴۰ میلیون ډالرو بشري مرستو نغدي کڅوړې رالېږي؛ تر دې مخکې هم داسې نیوکې کېدې چې ګوندې دغه مرسته سرپرست حکومت ته رسېږي، خو امریکا دا ادعاوې رد کړې وې.

په کابل کې د یوناما دفتر وایي، دا مرستې د دوی د بېلابېلو ادارو له خوا پر اړو افغانانو د بېلابېلو پروګرامونو له لارې وېشل کېږي.

 

Views: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.