کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د نیمروز امنیې قوماندانۍ د دغه ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د افغان او ایراني پولهساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار ګلمحمد قدرت پژواک خبري اژانس ته وویل، نن شاوخوا یوولس بجې د کنګ ولسوالۍ د ماککي کلي په سرحدي سیمه کې د افغان او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او شاوخوا ۲:۲۰ دقیقې پای ته ورسېده.
هغه وویل چې تر اوسه د نښتې لامل روښانه نه دی.
نوموړي زیاته کړه چې افغان پولهساتي ځواکونو له سپکو وسلو استفاده کړې، خو ایراني ځواکونو بیا راکټونه توغولي چې د دغه ولایت مرکز زرنج ښار له پخواني هوایي ډګر سره نږدې لګېدلي دي.
هغه وویل چې تر اوسه په پېښه کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه ورته معلومات نه دي رسېدلي.
Views: 409