Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې د افغانستان او ایران پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د نیمروز امنیې قوماندانۍ د دغه ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د افغان او ایراني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار ګل‌محمد قدرت پژواک خبري اژانس ته وویل، نن شاوخوا یوولس بجې د کنګ ولسوالۍ د ماککي کلي په سرحدي سیمه کې د افغان او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او شاوخوا ۲:۲۰ دقیقې پای ته ورسېده.

هغه وویل چې تر اوسه د نښتې لامل روښانه نه دی.

نوموړي زیاته کړه چې افغان پوله‌ساتي ځواکونو له سپکو وسلو استفاده کړې، خو ایراني ځواکونو بیا راکټونه توغولي چې د دغه ولایت مرکز زرنج ښار له پخواني هوایي ډګر سره نږدې لګېدلي دي.

هغه وویل چې تر اوسه په پېښه کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه ورته معلومات نه دي رسېدلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.