تالقان (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د تخار د نمکاب ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د «تاقچهخانه» مالګې کان د کیندنې کار له درېدو شکایت لري او له حکومت غوښتنه کوي چې د دغه کان کیندنه دې بېرته پیل شي.
د تخار د نمکاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي ګلمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، میاشتې کېږي د تاقچهخانه د مالګې کان کیندنه د حکومت له خوا درول شوې، په داسې حال کې چې سلګونو کسانو په دغه کان کې کار کاوه او اوس بېکاره دي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ خوښ یو چې د دغه کان چارې په قانوني ډول پیل شي څو د یادې سیمې خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.»
د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالبصیر وایي: «ټول خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي، کار نشته، له حکومت غواړم د تاقچه خانې د خوړو مالګې د کان کار ژر پیل کړي څو په کار بوخت شو.»
د هغه په خبره، مخکې به په دغه کان سلګونه کسان په کار بوخت وو او له دې لارې به یې د ژوند اړتیاوې پوره کولې، خو اوس د دې لپاره چې استخراج یې قانوني شي، د حکومت له خوا یې استخراج درول شوی، ټول کارګر سرګردانه او بېکاره دي.
دغه راز د تخار د کانونو رییس مولوي عبدالناصر حقاني هم مني چې د دغه کان د استخراج چارې د حکومت له خوا درول شوې دي.
خو هغه وویل، دغه اقدام د کان قانوني استخراج لپاره شوی او اوس یې له درېیو شرکتونو سره قرارداد کړی چې ډېر ژر به یې د کیندنې چارې پیل شي.
د هغه په خبره، د تاقچهخانه د مالګې کان یو له لویو کانونو شمېرل کېږي چې د استخراج چارې به یې په قانوني بڼه بېرته پیل شي او هغه کسان چې بېکاره شوي، بېرته به کار ته جذب شی.
دا په داسې حال کې ده چې تخار د افغانستان په شمالختیځ کې د نمکاب، د ډبرو سکرو او سرو زرو کانونو په ګډون ډېر کانونه لري چې د کارپوهانو په خبره، که د دغو کانونو استخراج په قانوني ډول ترسره شي، د دې ترڅنګ چې خلکو ته د کار زمینه برابريږي، د دولت خزانې ته هم ډېر عاید ورځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP